مولانا فضل الرحمان د ۷۷ لاکه روپو نه زیاتې شتمنۍ لري

د جمعيت علما اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د ۷۷ لاکه روپو نه زياتې شتمنۍ لري چې زياتې شتمنۍ يې د کورونو يا د جايداد دي.

په الېکشن کمېشن يا د پاکستان د ټاکنو د کمېشن په وېب پاڼه د موجودو اسنادو ترمخه مولانا فضل الرحمان په خپله پلارنۍ علاقه ډېره اسماعيل خان کې د ۴۰ لاکو روپو دوه کورونه لري.

د دې ترڅنګ مولانا د اووه لاکه روپو د پينځه مرلې پلاټ هم لري.

نوموړی د بېنک په يو اکاؤنټ کې ۲۰ لاکه ۵۰ زره او ۳۱۲ روپۍ لري او نزدې د نهه نيم لاکه روپو سره زر يې د مېرمن سره دی.

مولانا په پاکستان یا بهر کوم هېواد کې کوم کاروبار يا دنده نه لري او نه د هغه په نوم ګاډی شته.

د نوموړي د اسنادو ترمخه په هغه باندې هیڅ قسمه قرضونه نشته او هغه د خپل کفالت لاندې مېرمن، دوه زامن او يوه لُور ښودلي دي.

مولانا فضل الرحمان په کال ۲۰۱۷م کې د تنخوا د لارې ۱۷ لاکه ۲۱ زره ۴۹۹ روپۍ امدن ترلاسه کړی او يو لاک ۲۵ زره ۲۲۵ روپۍ ټېکس يې جمع کړی دی.

د نوموړي شتمنۍ د کال ۲۰۱۶م په پرتله ۱۲ لاکه ۸۱ زره ۴۲۴ روپۍ سېوا شوي دي.

مولانا فضل الرحمان د خېبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان ضلعې د قامي اسمبلۍ د حلقه اېن ای ۳۸ کانديد دی.