امریکا: پاکستان به په خپلو سرحدونو کې ټولې ترهګرې ډلې ختموي

واشنګټن ـــ د جنوبي اېشیا لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله مېرمن ایلس ویلز په سیمه او افغانستان کې د امن او د ولسمشر ټرمپ د تګلارې د عملي کېدو په مقصد د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللې او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي.

په اسلام اباد کې د امریکې له سفارته په خپره شوې خبرپاڼه کې د مېرمن ایلس ویلز د دې سفر مقصد د خپل حکومت د جنوبي اېشیا د تګلارې په بنیاد د پاکستان هغه کردار ته توجه کول وو، چې وایي په افغانستان کې د روانې جګړه په ختمولو او د یو سوله ییز حل په لټولو کې مهم رول تر سره کولای شي. خبرپاڼه لیکي:

"سفیرې ویلز د پاکستان پر هغه عزم او اراده هم خبرې وکړې چې ګواکې په خپلو سرحدونو کې دننه موجودې ټولې ترهګرې ډلې به ختموي او د ګډو ګټو په برخه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي او تجارتي اړیکو پر پراختیا یې هم بحث وکړ".

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې مېرمن ویلز د جولای له لومړۍ تر درېیمې په اسلام اباد کې وه او هلته یې د دې هېواد د مالیې له وزیر شمشاد اختر، د بهرنیو چارو له سیکرټرې تهمینه جنجوعه، د پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه او د چیف آف جنرل سټاف له مشر لیفټیننټ جنرل بلال اکبر سره لیدلي دي. همدارنګه یې له کاروباري مشرانو او د نورو هېوادونو له سفیرانو سره هم لیدلي.

مېرمن ویلز د پاکستاني پوځ له مشر جنرل قمر جاوید باجوه سره په پینډۍ کې د پوځ په مرکزي دفتر کې نن د نهې- سه شنبې په ورځ لیدلي دي.


د پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی د پاکستان او امریکې پر ګډو ګټو، د سیمې پر امنیت او د دواړو هېوادونو تر منځ پر همکارۍ ږغېدلي دي.

"دواړو په سیمه کې د امن او ارامۍ په برخه کې د کامیابۍ لپاره خپله ژمنه او اراده تکرار کړه او د جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو یې خبرې وکړې. دواړه دوه اړخیزو اړیکو ته پر دوام ورکولو هم متفق شول".


خبرپاڼه وایي چې مېرمن ایلز د ترهګرۍ په برخه کې د پاکستاني پوځ او ولس د قربانیو اعتراف کړی او د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې یې د پاکستان د پوځ رول ستایلی دی.

پاکستان ته تر سفر مخکې مېرمن ایلس ویلز په کابل کې هم ویلي وو، چې په افغانستان کې د امن او پخلاینې د خبرو په پرمختګ کې څنګلوری (ګاونډی) هېواد مهم کردار تر سره کولای شي، خو وایي پاکستان په دې برخه کې د اړتیا وړ ګامونه نه دي اخیستي. مېرمن ویلس ویلي وو:

"موږ تر اوسه د اسلام اباد له خوا دوامدار او غوڅ اقدامات نه دي لیدلي او موږ په دې برخه کې ورته په تمه یو".

افغان حکومت هم په وار وار له پاکستانه غوښتي چې په افغانستان کې د امن او پخلاینې لپاره دې د افغان طالبانو پر مشرانو فشار واچوي، خو پاکستان پر بیا بیا ژمنو برسېره تر اوسه په دې نه دی بریالی شوی، چې طالبان له حکومت سره د مذاکراتو مېز ته راولي او په دې هېواد کې دایمي امن ته لاره هواره شي.