پاکستان:طالبان دخبرو میز ته راوستل یوازې زموږ مسولیت نه دی

پاکستان ویلي د افغانستان د شخړې د سیاسي هواري پلوی دی خو طالبان د خبرو اترو میز ته کښېنول یوازې یوازې دپاکستان مسولیت نه دی.

د زیارت په ورځ پلازمینه اسلام اباد کې خبریالانو ته د اوونیز احوال ورکولو په مهال د بهرنیو چارو د دفتر ویاند ښاغلي ډاکټر فیصل وویل “پاکستان په دې خبره باوري دی چې د افغانستان شخړه یوازې دطاقت دلارې نه شي هواریدلی بلکې دا لانجه به د سیاسي لارې هوارؤل وي “

نوموړي وویل افغان دولت که طالبانو سره مزاکرات کوي نو پاکستان ددې خبرو په کلکه پلوی دی خو افغان دولت سره طالبان خبرو اترو ته کښېنول یوازې دپاکستان ذمه واري نه ده.

هغه وویل افغان ولسمشر چې د روغې جوړې دپاره کوم ګامونه اخلي پاکستان یې ملاتړ کوي اؤ د طالبانو څخه هم هیله کوي چې افغانستان کې د سولې د ټېنګښت دپاره د پورته کیدونکو دې ګامونو څخه په استفادې افغانستان کې امن ته لاره هواره کړي.

دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې تیره ورځ سویلي ایشیاء دپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې په اسلام اباد کې د پاکستان پوځي اؤ حکومتي مشرانو سره په لیدنه کې په اسلام اباد ټېنګار وکړو چې کابل کې د سولې دڼېنګښت دپاره خپل رغنده رول ادا کړي .

افغان ولسمشر اشرف غني هم ویلي هغه د سولې دپاره د طالبانو سره دهغوئ په ټولو شرطونو خبرو اترو کولو ته اماده دی اؤ ددې ترڅنګ یې پاکستان څخه په کراتو غوښتنې کړي چې د خپل نفوذ څخه په استفادې افغانستان کې د سولې ټېنګښت کې مرسته وکړي.

واشنګټن اؤ کابل تورونه لګوي چې افغانستان کې په جګړو بوختو طالبانو اؤ نورو تندروه ډلو ته دپاکستان ملاتړ ترلاسه دی خو پاکستان دا تورونه ردوي اؤ وایي کابل کې د سولې دپاره د کیدونکو هڅو کلک ملاتړ کوي