د اروپایي اتحادیې دټولټاکنو څارونکي وایي دپاکستاني چارواکو لخوا هغوئ ته په وخت داجازې نه ورکول کیدو له امله به دټولټاکنو دپروسې د ځینو چارو څارنه ونه شي.
د ای یو ای او ایم په نوم دغه څارندویه ډلې پخپله اعلامیه کې ویلي چې دانتخابي پروسې څارونکو ته تیره ورځ دټاکنو دڅارنې اجازه ترلاسه شوې ده اؤ د اروپایي اتحادیې څارونکي یوازې په څو ورځو کې دټولو چارو څارنه نه شي کولی.
دپاکستان د ټولټاکنو کمیسیون په ۲۵م جولایي دکیدونکو ټولټاکنو د څارنې دپاره بهرنیو څیړونکو ته سخت شرطونه مخې ته ایښي اؤ وایي کوم نړیوال څیړونکي چې غواړي پاکستان کې کیدونکې ټولټاکنې د نزدې څخه وڅاري هغوي به نه شي کولی په میډیا ددې ټولټاکنو په هکله خپله رایې ښکاره کړي.
داروپایي اتحادیې د څارونکوو په اعلامیه کې راغلي چې ای یو ای او ایم د ټولټاکنو د ټولې پروسې دڅارنې عمل دټاکنو نه پینځه اوونۍ وړاندې پیل کوي اؤ ددغه طریقې په اساس څارونکي اماده وؤ چې دجون دمیاشتې په پیل کې پاکستان ته لاړ شي خو د بیورو کریټک ځنډ له امله اوس دا څارونکې ډله به ۲۴م جون پاکستان ته رسیدلې اؤ د دوؤ میاشتې دڅارنې عمل یې په روانه میاشت کې پیل کړی دی.
اعلامیه کې ویل شوي چې دټولټاکنو ورځې ته اوس ډیر کم وخت پاتې دی اؤ له دې امله بیلابیلې اندېښنې مخې ته راځي.
داعلامیې له مخې د ټولټاکنو دځینو چارو څارنه به اوس ګرانه وي چې په هغې کې د هیواد بیلابیلو برخو کې انتخابي ماحول اؤ په سیمه ییز کچ د انتظامیې لخوا پورته کیدونکي ګامونه شامل دي.
د اروپایې اتحادیې څارونکو ویل چې دوئ به دټولټاکنو پروسه کې بې پلوه اوسي اؤ په ۲۷ جولایي به خپل لمړی راپور مخې ته راوړې.
په پاکستان کې د راتلونکې جولایي په ۲۵مه نیټه عامې ټولټاکنې کیدونکي دي خو ددغو ټولټاکنو نه وړاندې دپاکستان یوې غیر دولتي ادارې پلدېټ په انتخابي عمل بې باوري ښودلې او د پوځ ، عدلیه او مطبوعاتو په اړه یې په انتخابي عمل کې د بې طرفه پاتې کېدو اندېښنې څرګندې کړي دي.
دټولټاکنو کمیسون دهاغو بهرنیو څیړونکو دپاره ۱۴ شرطونه یا نکتې مخې ته ایښي چې غواړي دا ټولټاکنې له نزدې څخه وڅاري.
د ضابط اخلاق په نوم جاري شوؤ دغو ۱۴ نکتو کې دا خبره شامل دی چې څارونکي به ټولټاکنې څاري خو په میډیا به ددغو ټولټاکنو په هکله هیڅ قسمه رایې نه شي ورکولی.
همدغه شان هغوئ ته به د داسې هر یو ګام نه ډډه کول وي چې د کوم سیاسي ګوند یا کاندید د پلوۍ یا مخالفت تاثر ترې راولاړیدلی شي.
دغه بهرني څیړونکي به دټولټاکنو د مامورینو واک اختیار ته د درناوي کولو پابند وي اؤ څه چې ورته د ټولټاکنو کمیسون وایي په هغې به عمل کوي.
له دې وړاندې پاکستاني ورځپاڼې ډان پخپل یو راپور کې ویلي وؤ چې د ټولټاکنو کمیسون هڅې کوي چې نړیوال څارونکي د ټولټاکنو دعمل نه لرې وساتي اؤ ددې غرض دپاره پاکستان ته دهغوئ راتګ ته شرائط ورځ تر ورځه سختوي.
رپورټ کې ویل شوی وؤ چې دټولټاکنو کمیسون پریکړه کړې چې هیڅ یو بهرني څیړونکي ته به دټاکنو له نزدې څخه دکتنې بلنه نه ورکړل کیوي اؤ ددې تر څنګ به هغوئ ته د پاکستان ته راتګ دپاره د ویزو ورکولو شرائط هم سختولی شي.
خو د ټولټاکنو کمیسون ددغه راپور په هکله سپیناوی نه دی کړی.
دپاکستان یو شمیر سیاسي ګوندونو راتلونکې ټولټاکنې مخکې له مخکې متنازعه ګرځولي دي اؤ تور لګوي چې ټولټاکنو کې مداخله روانه ده.
په سوشل میډیا هم پاکستان کې د راتلونکو ټولټاکنو د روڼ والي په اړوند د شکونو اؤ اندېښنو اظهار کیږي اؤ داسې ویرې ښودل کیږي چې پوځ به د عدلیې اؤ میډیا په مرسته خپل ملاتړي ګوندونه اقتدار کې راولي.