د ټولو غټو سياسي ډلو مشران د ګواښ لاندې دي، نېکټا

د پاکستان د ترهګرۍ د مخنيوي ملي ادارې (نېکټا) د ټاکنو کمېشن ته ويلي د ټولو غټو سياسي ډلو مشرانو او انتخابي کانديدانو ته سخت ګواښونه دي.

د خالي، شنبې په ورځ د نېکټا مشر ډاکټر سلېمان احمد د الېکشن کمېشن مشر پخواني قاضي سردار محمد رضا او نورو چارواکو ته د ګواښونو په اړوند احوال تېر کړی دی.

نېکټا په داسې حال کې تازه احوال تېر کړی چې د جمعې په ورځ د بلوچستان په مستونګ سيمه کې د بلوچستان عوامي ګوند د کانديد سراج رئيساني د انتخابي کمپاين په جلسه ځانمرګي بريد کې د سراج رئيساني په ګډون ۱۲۷ کسان وژل شوي او د ۱۵۰ څخه زيات نور ژوبل شوي وو.​

د مستونګ د بريد زمه واري داعش ډلې منلې وه.

د جمعې په ورځ په بنو کې د جمعيت علما اسلام (ف) ګوند په مشر او د صوبې د پخواني اعلا وزير اکرم خان دراني په کاروان هم چاؤدنه شوې وه نوموړی پکې روغ وتلی څلور تنه پکې وژل شوي او د ۳۰ نه زيات پکې ژوبل شوي وو.

په اکرم خان دراني دا چاؤدنه په داسې حال کې شوې وه چې د تېرې نهې، سه شنبې په شپه د پېښور په يکه توت سيمه کې د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر او پي کي ۷۸ حلقې په کانديد هارون بشير بلور باندې دانتخابي جلسې په مهال ځانمرګی بريد شوی ؤ.

په دغه بريد کې د هارون بلور سره ۲۱ تنه وژل شوي وو.

په هارون بلور د ځانمرګي بريد زمه واري پاکستاني طالبانو منلې ده.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د ترهګرۍ د مخنيوي ادارې (نېکټا) د اکرم خان دراني په ګډون د پينځه ؤ پښتنو سياستمدارو نومونه ویلي ؤ چې دوی ته د ترهګرو ګواښونه دي.

د اکرم خان دراني سره د عوامي نيشنل ګوند مشران اسفنديار ولي خان او حېدر خان هوتي، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاؤ او پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان نومونه ويل شوي وو.

د الېکشن کمېشن چارواکو ويلي ټاکنې به په خپل وخت کيږي او د بريدونو او چاؤدنو ترڅنګ به انتخابي عمل دوام لري. چارواکو ويلي په هيڅ صورت به انتخابات نه شي وروستو کولی.

الېکشن کمېشن په صوبايي حکومتونو غږ کړی چې د سياسي ډلو د مشرانو او کانديدانو د امنیت دپاره کلک ګامونه پورته کړي او په سياسي ګوندونو يې د مرستې غږ کړی چې د خپلو هلو ځلو نه وړاندې انتظاميه په وخت خبروي.