په افغانستان کې چارواکي وایي د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه ۲۰ ولایتونه له وچکالۍ سره مخ دي، چې له کبله یې په وروستیو کې د ټول هېواد په کښت کروندو کې ۴۵ فیصده کموالی راغلی دی. هلته نیژدې د دوه کروړه خلکو اقتصاد په کښت کروندې پورې تړلی دی.
د رویټرز خبري اداره وایي، افغانستان د اپرېل په میاشت کې اعلان کړی وو، چې نړیوالې ټولنې ته به په هېواد کې د اوبو د نورو زېرمو د جوړونې وایي، خو پر دغه اعلان سخت غبرګون څرګند کړی او وایي چې په افغانستان کې د اوبو نوي بندونه به د دوی د اوبو کچه را کمه کړي.
ایران او افغانستان په ۱۹۷۳م کال کې د هلمند د دریاب د اوبو په اړه یوه لوظنامه کړې وه، چې له لوري به یې ایران ته هر کال ۸۲۰ میلیونه کیوبیک میټره اوبه ورکول کېږي، خو په افغانستان کې د تېرې څلوېښت کلنې جګړې له امله ایران ته هر کال تر ټاکل سوې کچې ډېرې زیاتې اوبه ورکول کېږي.
په کابل کې د اوبه خور پخوانی مرستیال وزیر فهیم الله ضیایي- چې د اوبو په اړه د کابل او تهران تر منځ په خبرو کې شریک وو- ویلي دي، د خپلو طبعي سرچینو د ژغورنې او ساتنې په اړه څوک باید دوی ته لارښوونه ونه کړي او دا چې دوی د خپلو ملي ګټو په دفاع ښه پوهېږي.
په افغانستان کې د اوبو د کمښت له امله زیاتره کروندګرو له کروندې لاس اخیستی او د دې هېواد د جنوبي ولایت کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې- چې زیات کوکنار به پکې کرل کېدل- اوس ځایي خلک کوکنار نه کري. یو زمیندار خان محمد وي.او.اې ته وایي، چې کوکنار زیاتې اوبه غواړي، ځکه نو د وچکالۍ له امله اوس دوی خپل فصلونه بدل کړي دي.
بلې خوا ته له ایران او افغانستان سره پر پوله د پاکستان په بلوچستان ایالت کې هم چارواکي وایي، چې د هغه ایالت له ۳۳ ضلعو څخه ۲۵ ضلعې له سختې وچکالۍ سره مخ دي، خلکو د اوبو د نشتوالي له امله خپل باغونه رېبلي او په ځینو برخو کې کډه کېدو ته اړ سوي دي.
د ولسي روغتیایي انجینېرنګ د څانګې یو کارپوه جاوید وي.او.اې ډیوه ته ویلي، د اوبو د زېرمو، بارانونو او تر مځکې لاندې د اوبو د نستوالي تر څنګ په نړیوال موسم کې د بدلون له امله په بلوچستان کې د وچکالۍ پړاو به تر ډېره وخته وي.
په بلوچستان کې حکومتي شمېرې وایي چې نیژدې ۸۰ فیصده خلک له مالدارۍ سره تړلي دي او وچکالۍ دغه اقتصاد ډېر زیات اغېزمن کړی دی، چې د واورو او بارانونو د نه کېدو له امله د کلیوالو سیمو رغونه او ورشوګا وچ سوي، خو حکومتي چارواکي وایي دوی د وچکالۍ د اثر د کمولو لپاره ګامونه اخیستي او د اوبو د نوو زېرمو د جوړونې کار یې پیل کړی دی.
کارپوهان وایي د وچکالۍ څپو نه یواځې افغانستان، ایران او پاکستان اغېزمن کړي، بلکې بنګله دېش او د هندوستان ځینې برخې یې هم اغېزمنې کړې دي.