جنرال ووټل:پاکستان دې دطالبانو اؤ حقاني شبکې په ضد ګامونه واخلي

دامریکا پوځي جنرال جوزف ووټل په پاکستان غږ کړی چې پخپله خاوره کې د طالبانو اؤ حقاني شبکې د ورانکارو په ضد کوټلي ګامونه واخلي.

امریکايي جنرال وایي پاکستان دڅو لارو څخه کولی شي چې طالبان اؤ دحقاني شبکې غړي وځپي

دهغه په وینا“ پکار ده هغوئ(ورانکاري) ونیول شي، وشړل شي اؤ یا هم هره هغه لاره خپله کړل شي چې ددوئ مخه پرې د ورانکارۍ څخه نیول کیدلی شي”

اوړمه ورځ پنټاګان کې موجودو خبریالانو سره د فلوریډا نه په ټیلي فوني خبرو کې جنرال ووټل دافغانستان په اوسني وضعیت هم په تفصیل سره خبرې وکړې اؤ هیله یې ښکاره کړه چې د سولې دپاره د اشرف غني دحکومت هڅې به ښې پائیلې ولري.

هغه وویل” مونږ هم دپاکستان څخه هیله لرو چې خپلو هڅو ته به دوام ورکړي ،طالبان به دخبرو میز ته کښینوي اؤ‌ د موقعې څخه به استفاده وکړي”

جنرال ووټل وویل د کوچني اختر په موقعه چې کوم اوربند په افغانستان کې شوی ؤ هغه سولې ته دلیوالتیا یو غوره عکس ښایي اؤ اوس افغانستان کې دامن دټینګښت دپاره دائمي سیاسي هواري کې د پاکستان رول مهم ارزښت لري.

دافغانستان په هکله د صدر ټرمپ تګلاره کې د بدلون په اړوند د یوې پوښتنې ځواب کې امریکايي جنرال ومنله چې ددغه تګلارې جاج اخستل کیږي خو هغه تګلار کې دکوم مهم بدلون احتمال رد کړو.

امریکايي پوځي مشر دافغانستان اؤ پاکستان ځواکونه د ترهګرۍ په ضد جګړه کې یو بل سره زړه پورې مرسته کوي‌‌ اؤ اوس د دواړو هیوادونو ترمینځ کینه، تاؤتریخوالی اؤ په پوله د ډزو پېښې کمې شوي دي.

اخوا دامریکايي جنرال په دې څرګندونو د خپل غبرګون ښکاره کولو په مهال دپاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرال اصف غفور وايس اف امریکا سره په خبرو کې ویلي، پاکستان په افغانستان کې امن غواړي او په دغه لړ کې پاکستان د نورو ټولو فريقېنو سره تر خپله وسه مرستې کوي.

د تېر اګست په میاشت کې د امريکا صدر ډانلډ ټرمپ د سويلي اسيا او افغانستان دپاره خپله نوې تګلاره اعلان کړې او د هغې وروستو يې د پاکستان پوځي امداد تړلی او ويلي ؤ پاکستان دغه امداد په هغه صورت کې ترلاسه کولی شي چې په خپله خاوره د حقاني شبکې سره د ټولو ترهګرو پرضد بې توپيره عمليات وکړي.

د پاکستان په اړوند د امریکايي صدر د بيان وروستو د دواړو هېوادونو اړيکې تاؤژنې شوې خو وروستو يې د پرځای کېدو دپاره هڅې روانې وې.

امريکا او افغان دولت د يوې مودې نه تورونه لګوي چې پاکستان په خپله خاوره طالب مشرانو او حقاني شبکې ته پناه ورکړې او د دغه ځایه په افغانستان کې بدامني کوي خو پاکستان دغه تورونه ردوي.