اسفندیار ولي پوځ،الیکشن کمیشن اؤ حکومت ټولټاکنو کې په درغلۍ تورن کړل

عوامي نیشنل پارټۍ ۲۵م جولایي پاکستان کې د ترسره شوؤ ټولټاکنو کې د نتیجو نه منلو اؤ په ۳۰م جولایي ټوله صوبه کې ددې په ضد د کوټلي احتجاج کولو اعلان کړی اؤ تور یې لګولی چې په دغو ټولټاکنو کې پښتانه مشران په ځانګړي ډول په نخښه کړل شوي دي.

د جمعې په ورځ د ای این پي د مشرانو د مهمې غونډې نه وروسته خبریالانو سره خبرو کې د غوامي نیشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفندیار ولي خان وویل پوځ، دټولټاکنو کمیسون اؤ لنډمهاله حکومت په ګډ ډول هڅه کړې چې” یو خاص انسان” یو خاص مقام ته ورسوي .

دهغه اشاره دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته وه اؤ وئ ویل” مانه خبریالانو مخکې هم پوښتنه کړې وه چې عمران خان درته راتلونکی وزیراعظم ښکاري که نا؟ ورته مې ویلي وؤ چې عمران خان به پخپله وزیراعظم نه جوړیږي خو څوک به یې جوړوي”

هغه وویل نن یې دګوند دمشرانو په غونډه کې پریکړه کړې چې په ۳۰م جولایي د دوشنبې په ورځ به ټوله صوبه کې د عوامي نیشنل ګوند غړي ټولټاکنو کې د شوې ټګۍ په ضد پرامن احتجاج کوي.

دیوې پوښتنې ځواب کې ښاغلي اسفندیار ولي خا ن وویل داعجیبه حسن اتفاق دی چې دپنجاب لیډرشپ ته اجازه شته چې ټولټاکنو کې پارلیمان ورسیږي، په سندهـ کې د سندهیانو اؤ په بلوچستان کې د بلوڅانو مشران هم دغه اجازه لري خو یوازې اؤ یوازې پښتون اؤ دپښتون مشرتابه پکې په نخښه کړل شوی دی.

هغه وویل هر هغه سیاسي مشر چې د پښتون خبره کوي یا په خټه پښتون دی لکه مولانا فضل الرحمان اؤ سراج په ټولټاکنو کې پاتې راوستل شوی دی اؤ دا ښايي چې وار یوازې په عوامی نیشنل ګوند نه بلکې په پښتنو شوی اؤ اوس به پښتنو ته پکار وي چې راپورته شي اؤ خپله پوښتنه وکړي.

په عین حال کې د دیني ګوندونو دائتلاف مشر مولانا فضل الرحمان نن دټولو ګوندونو یو کانفرنس رابللی اؤ‌ ویلي یې دي چې دشوؤ ټولټاکنو لغوه کولو دپاره به ټول ګوندونه خپلو کې یو موټی کوي.

اسفندیار ولي خان وویل په دغه کانفرنس کې به پښتانه سیاسي مشران راټولیږي اؤ په دې خبره به بحث وکړي چې اخر ولې پښتانه مشران د پارلیمان نه بهر وساتل شول.

داسفندیار ولي خان نه وړاندې دپښتون ملت پاله سیاسي ګوند قومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاؤ تور هم لګولی چې په۲۵مه جولايي ترسره شوؤ ټولټاکنو کې په لویه کچه د ټګۍ له لارې دپښتنو حقیقي مشران وروستو پاتې کړل شوي دي.

هغه پخپل یو بیان کې اندېښنه ښکاره کړې چې پارلیمان ته دپښتنو سیاسي مشرانو د ورتګ مخې نیولو سره به افغان شخړه اؤ دپښتنو د حقونو وضعیت نور هم کړکیچن شي.

په ۲۵م جولایي پاکستان کې ترسره شوؤ عامو ټاکنو کې د اسفندیار ولي خان په شمول مهم پښتانه سیاسي مشران محمودخان اڅکزی، مولانا فضل الرحمان، افتاب احمد خان شیرپاؤ، سراج الحق،امیر مقام، سکندرخان شیرپاؤ ، ایمل ولي ،حاجي غلام احمد بلور اؤ ګڼ نور د ماتې سره مخ شوي دي.

په پاکستان کې زیاتره ګوندونه اؤ څیړونکي شوؤ ټولټاکنو کې د ټګۍ تورونه لګوي

خو په دغو ټاکنو کې د بریالي شوي ګوند تحریک انصاف مشر عمران خان پرون پخپله یوه وینا کې ویلي چې دمخالفو ګوندونو لخوا د لګول شوؤ تورونو پلټنو ته اماده دی.