داعش ډلې د پکتیا د غبرګو ځانمرګو بریدونو ذمه واري ومنله

واشنګټن ـــ داعش وسلوالې ډلې د افغانستان په پکتیا ولایت کې د شیعه مسلمانانو پر جومات باندې د جمعې د ورځې د غبرګو ځانمرګو بریدونو ذمه واري منلې ده.

د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې وړمه ورځ د جمعې د لمانځه په مهال وسلوالو لومړی پر لمونځ کوونکو ډزې او وروسته دوه ځانمرګي بریدونه وکړل.

په دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۹ تنو ته رسېدلی او شاوخوا ۸۰ کسان پکې ټپیان دي. د پکتیا د روغتیا د څانګې مشر ولایت خان احمدزي امریکا ږغ ته ویلي، په ټپیانو کې د ۱۷ تنو حالت مرګونی دی او امکان شته چې د مړیو شمېر زیات شي.

د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې داعش ډلې د خپلې اعماق خبري ادارې له خوا په خپاره شوي بیان کې دعوه کړې، چې په دې برید کې یې ۱۵۰ شیعه ګان او د امنیتي ادارو کسان وژلي او ټپیان کړي دي.

د پکتیا د پولیسو مشر ویلي وو، دوو تنو وسلوالو چې ښځینه چادرۍ یې پر سر وې، د ګردېز ښار په خواجه حسن سیمه کې د شیعه مسلمانانو پر یوه جامع جومات په داسې وخت کې ځانمرګی برید کړی چې هلته شاوخوا سل تنه د عبادت لپاره ورغلي وو.

په پېښه کې وژل شوي کسان چې درې ماشومان هم پکې شامل وو، پرون په یوه ګډ قبر کې خاورو ته سپارل شوي دي. د جنازې په مراسمو کې یې سلګونو خلکو ګډون کړی، چې سخت امنیت یې نیول شوی وو.

رویټرز وایي داعش ډلې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د شیعه مسلمانانو پر جوماتونو، پر سرکاري ودانیو او عامو خلکو په داسې وخت کې بریدونه زیات کړي، چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د خبرو اترو فشار زیات شوی دی.

د جولای په ۳۱مه هم په جلال اباد ښار کې د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو د ادارې پر دفتر برید شوی وو، چې ۱۵ تنه پکې وژل شوي او ۱۵ ټپیان شوي وو. د دې برید ذمه واري هم داعش ډلې پر غاړه اخیستې وه.

د افغانستان دفاع وزارت وایي په دې وروستیو کې پر عامو خلکو د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي. د جمعې د ورځې برید د افغان ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله تر څنګ په دې هېواد کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یماموتو هم په کلکو ټکو غندلی دی او ویلي یې دي چې د عامو خلکو وژنه په هیڅ ډول جواز نه لري او دا یې د نړیوالو بشري قوانینو په بنیاد یو جنګي جرم بللی.

په افغانستان کې د شیعه مسلمانانو کره شمېر معلوم نه دی خو د یوې اندازې له مخې په دې هېواد کې له ۱۰ تر ۱۵ فیصده شیعه ګان ژوند کوي، چې زیات شمېر پکې د هزاره قوم د خلکو دی، خو تاجکان او پښتانه هم پکې شامل دي.