دپاکستان نوی وزیراعظم عمران خان په خټه پښتون دی خو پښتو نه ورځي، هغه په ۲۵ نومبر کال ۱۹۵۲ دپنجاب په لاهور ښار کې داکرام الله خان نیازي کره پیدا شوی اؤ دپلار یک یو زوئ دی.
مور یې شوکت خانم نومیدله اؤ دپښتونخوا په پخوانۍ سیمه میانوالي کې یې استوګنه لرله.
زده کړي
لمړۍ اؤ منځنۍ زده کړې یې د لاهور په کیتهډرل اسکول اؤ ایچي سن کالج کې کړي دي اؤ له هغې وروسته د لوړو زده کړو دپاره برتانیې ته تللی ؤ ،دغلته یې په رائل ګرائمر اسکول کې له زده کړو وروسته په کال ۱۹۷۵ کې د برتانیې داکسفورډ پوهنتون څخه په فلسفه ،سیاستونو اؤ معاشیاتو کې د ګریجویشن ډګرۍ ترلاسه کړي دي.
دپاکستان حکومت عمران خان تهصدارتي ایوارډ ورکړی اؤ په کال ۱۹۹۲ کې یې دایشیاء دپاره دبشري حقونو جائزه هم ګټلې وه.
عمران خان دکرکټ میدان کې
هغه په لمړي سر کې دکرکټ یو لوبغاړی ؤ اؤ دکرکټ پیل یې په کال ۱۹۷۱ کې د ۱۸ؤ کالو په عمر د انګلینډ په ضد دسیالۍ نه کړی ؤ،
عمران خان په کرکټ کې نه یوازې یو ښه تیز توپ اچوونکی ګڼل کیدلو بلکې په توپ وهنه کې یې هم ښه نوم پیدا کړی ؤ.
خو په کرکټ کې یې وروسته له هغې نړیوال شهرت وموندو چې په کال ۱۹۸۲ کې دپاکستان دملي کرکټ لوبډلې کپتان یا مشر وټاکل شو.
دهغه په مشرۍ د پاکستان کرکټ لوبډلې په کال ۱۹۹۲ کې د کرکټ نړیوال جام ګټلی ؤ خو له هغې وروسته یې د کرکټ سره مخه ښه وکړه.
عمران خان دکرکټ ټول ۸۸ ټیسټ سیالۍ کړې وې اؤ ۳۸۰۷منډې یې جوړې کړې وې.
دکرکټ پرېښودلو وروسته یې د ولسي ښېګړې کارونو ته لاس واچولو اؤ په لاهور کې د خپلې مور شوکت خانم په نوم د ایشیاء تر ټولو ستر د کینسر یو عصري روغتون دخلکو په چندو جوړ کړو.
سیاست ته ننوتل
په کال ۱۹۹۶ کې په ۲۵م اپریل یې دخپل ګوند پاکستان تحریک انصاف په جوړولو سره د سیاست میدان کې قدم کېښودو.
په لمړي سر کې د هغه ګوند په ولس کې هیڅ محبوبیت نه لرو اؤ په ووټونو کې به یې ماتې خوړله خو د کال ۲۰۱۳م په ټولټاکنو کې دهغه ګوند خیبر پښتونخوا صوبه کې دحکومت جوړولو موقعه وموندله اؤ په قامی اسمبلۍ کې دغه ګوند د دریم ستر ګوند په توګه مقام پیدا کړو.
د ۲۲ کالو د غورزو پرزو نه وروسته عمران خان په دې وتوانیدلو چې په ۲۵ اپریل ۲۰۱۸م ترسره شوؤ ټولټاکنو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ وګټي اؤ د وزیراعظم منصب ته ځان ورسوي.