افغانستان ته د مینې او دوستۍ پېغام وړل غواړم، شاه محمود قرېشي

د پاکستان د بهرنیو چارو نوی وزير شاه محمود قرېشي وايي "پاکستان او افغانستان د يو بل ضرورت دی او افغانستان ته د مینې او دوستۍ پېغام وړل غواړم".

شاه محمود قرېشي په داسې حال کې افغانستان ته د مينې او دوستۍ د پېغام خبره کړې چې د افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان نه ځواب غوښتی دی.

په وروستيو کې افغان دولت ويلي په غزني کې ترسره شوؤ جګړو کې چې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ شوې او په غټه کچه زاني او مالي تلفات پکې اوختي ؤ، افغان چارواکو ويلي ؤ په دغه جګړه کې په وژل شوؤ وسله والو تندلارو کې د پاکستاني هم شامل ؤ.

که څه هم پاکستان دغه تورونه رد کړي خو افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان نه په دغه اړوند ځواب غوښتی دی.

اشرف غني د دغو پېښو وروسته د غزني د سفر په مهال ويلي،

"زه پاکستان ته يو پېغام لرم، جنازې در ورسېدې په زور دا خاوره سولې ته نه رسیږي يواځې په عقل او په تدبير رسيږي".

د پاکستان نوي وزيراعظم عمران خان ته په مخاطب کولو سره اشرف غني وويل،

"عمران خانه د پلار او مور نه پښتون یې دا قضيه تحقيق کړه او ماته بيرته ځواب راکړه جنرال صېب باجوه مونږ سره دې خط امضا کړ، ماته دې بار بار په ټيليفون کې ويلې چې انتخابات مو خلاص شي زه به توجه وکړم ماته ځواب راکړه".

هغه وويل ځواب غواړم چې ولې د ژوبلو ستاسو په روغتونونو کې درملنه کيږي.

شاه محمود قرېشي چې نن يې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزير په توګه سوګند پورته کړو، له دغې وروسته يې د رسنيو سره د افغانستان ترڅنګ په بهرنۍ پاليسۍ خبرې وکړې.

ښاغلي قرېشي وويل، " زه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزير سره د تماس او د کابل د سفر اراده لرم، زه د افغانستان د خلکو دپاره يو کلک پېغام وړل غواړم".

هغه زياته کړه "زمونږ مستقبل، جغرافيه، سوله او ثبات تړلي دي د افغانستان د سولې او ثبات پرته به په پاکستان کې سوله او ثبات نه وي، مونږ دواړه د يو بل ضرورت يُو، مونږ له د یو بل مرستیالان جوړېدل دي، مونږ ته به د تېرې رويې نه پرته نوی سفر پېل کول وي".

قرېشي وويل زه د دې پېغام سره افغانستان ته تلل غواړم او خپله پخه اراده د افغان مشرتابه په وړاندې کېښودل غواړم.

د بهرنيو چارو وزير وويل، "زه افغانستان ته د مينې او دوستۍ پېغام وړل غواړم د افغانستان خلکو ته وېل غواړم چې مونږ د يو بل ضرورت يُو، مونږ له به د يو بل د مشکلاتو حل راويستل وي او مونږ کولی شو چې داسې وکړو".

هغه وويل په وروستيو کې د افغانستان سره په دوه اړخيزه اړيکو کې پرمختګ شوی دی او زه هغه مخ په وړاندې بوتلل غواړم.

شاه محمود قرېشي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان نوي منتخب وزيراعظم عمران خان هم په انتخاباتو کې د بريالي کېدو وروستو افغانستان سره د اړیکو ښه کولو ويلي ؤ.

او د هغې وروستو افغان ولسمشر اشرف غني په انتخاباتو کې په بريا عمران خان ته اومبارکي ويلې او د کابل د سفر بلنه يې هم ورته ورکړې وه.

شاه محمود قرېشي د نوم اخيستو پرته وويل چې "دوه ملکونه د چا سره چې زمونږ بهرنۍ چارې ډېرې مهمې دي او هيله کوم چې په نزدې راتلونکې کې به د هغو سره زمونږ خبرې کيږي او ماملات به مخ په وړاندې بوځو. او په کوم ځايونو کې د بې باورۍ فضا ده د هغو د لرې کولو هڅه به کوم".

هغه وويل، پاکستان د بېسارې چېلنجونو سره مخ دی او د سيمې خپل چېلنجونه دي، ځينې قوتونه پاکستان يواځې کول غواړي.

هغه وويل زما دوېم پېغام هند پله دی چې نه يواځې مونږ دوه ګاونډيان بلکې ايټمي قوتونه يُو او زمونږ د اوږدې مودې ځینې مسلې دي او زما په فکر د خبرو پرته د هغې بله لار نشته.