امریکايي سېنېټر جان مککېن د ۸۱ کالو په عمر کې مړ شوی دی، هغه د مازغو د سرطان (کېنسر) په ناروغۍ اخته ؤ.
د مککېن لور د هغه د مړينې خبر ورکړی دی.
د دغه خبر خپرېدو سره سم د جان مککېن په مړينه خلکو د تعزيت پېغامونه ورکول پېل کړي او صدر ډانلډ ټرمپ هم د تعزيت ټويټ کړی دی.
جان مککېن د امریکا په سياست کې خپل ځانګړی فکر درلود او د جنګي اتل په نوم هم يادېدو.
که څه هم هغه د ريپبلکن ګوند سره تعلق لرلو خو د خپل ګوند د حکومت د پاليسيانو سره به يې د خپل فکر ترمخه په ښکاره اختلاف کولو.
هغه د يو امریکايي اېډمرل افسر زوی او په خپله د وېت نام په جګړه کې د جنګي الوتکې پايلټ ؤ، په دغه جګړه کې د هغه الوتکه ويشتل او هغه بيا د پينځه کالو نه زيات وخت بندي کړی شوی ؤ.
مککېن په کال ۲۰۰۸م کې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د صدر باراک اوباما په مقابله کې د ريپبلکن ګوند کانديد ؤ.
هغه شپږ ځله سېنېټر پاتې شوی او د تېرو درېو لسيزو راهسې د امريکا په سېنېټ کې يو فعاله غړی پاتې شوی دی.