دعمران خان حکومت کې د جهاز دیو کلو میټر سفر یوازې په پنځوس روپۍ

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري ویلي د جهاز سفر یو کلو میټر په ۵۰ یا ۵۵ روپۍ تمامیږي اؤ په سړک روان خلک ستونزو سره هم نه مخ کیږي نو ځکه وزیراعظم عمران خان له کوره وزیراعظم هاؤس ته په جهاز کې سفرکوي

په ټولنیزو رسنیو دپاکستان په نوي حکومت سختې نیوکې روانې دي چې په خوله د سادګۍ خبرې کوي خو په عمل کې حکمرانانو شاهانه خویونه پیل کړي اؤ‌ له هیلي کاپټرو لاندې قدم نه ږدي.

په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو پخوانی مشر سید خورشید شاه تیره ورځ خبریالانو ته ویلي وؤ چې وزیراعظم عمران خان د خپل کور نه د وزیراعظم دفتر پورې د لسو دقیقو مزل په هیلي کاپټر کې کوي اؤ‌ په دغه یو سفر یې درې لکه روپۍ مصرف کیږي.

واکمنۍ ته له رسیدلو مخکې اؤ وروسته وزیراعظم عمران خان قام سره ژمنې کړي چې دهغه حکومت کې به ساده توب خپلولی اؤ د بې ځایه مصرفونو مخه نیولی شي خو اوس چې په سوشل میډیا دعمران خان دګوند دپنجاب صوبې د وزیراعلي په ځانګړي جهاز کې د لاهور نه اسلام اباد ته د تګ کوم عکس خپور شوی هغې د تحریک انصاف د حکومت په ژمنو پوښتنې راولاړې کړي دي.

دپاکستان د اردو ژبې دټي‌ وي په یو چینل چې کله داطلاعاتو دمرکزي وزیر فواد چوهدري نه پوښتنه وشوه چې خورشید شاه وایي د عمران خان د کور نه د وزیراعظم دفتر پورې په سفر درې لکه روپۍ مصرف کیږي نو ایا په جهاز کې ګرځيدل ضروري دي ؟هغه وویل “خورشید شاه ته څه معلومه ده ،هغه پائلټ خو نه دی ، جهاز کې په پنځوس یا پینځه پنځوس روپۍ یو کلو میټر سفر پریوځي”

د مرکزي وزیر په دغه جواب د پروګرام کوربه خاندي اؤ بیا پوښتنه کوي چې که د جهاز سفر دومره ارزان دی نو بیا خو میټرو اؤ نور ټول شیان پریښودل اؤ د هیلي کاپترو خدمات پیلول پکار دي.

مرکزي وزیر وایي “هو چې جهاز خپل وي نو بیا سفر ډير ارزان تمامیږي” خو دپروګرام کوربه چې کله بیا له هغه پوښتي چې دعمران خان جهاز خپل دی ؟ نو ښاغلی فواد چوهدري جواب ورکوي” نا جهاز د وزیراعظم دی خو په جهاز کې یو سفر باندې مصرف لږ کیږي ، بل پرې په سړکونو روان خلک له ستونزو سره نه مخ کیږي”

پخپلو دغو خبرو کې مرکزي وزیر دا هم وایي چې دپنجاب وزیراعلی که د لاهور نه اسلام اباد ته په جهاز کې ځي نو دا هیڅ بده خبره نه ده “ دهغه جهاز دی که تش یې بوځي‌اؤ که نور څوک پکې سوروي دهغه خوښه ده”

په عین حال کې د خیبر پښتونخوا صوبې وزیراعلی هم امر کړی چې نور به د سرکاري دستورو په مهال میلمنو ته چایې یا د بوتل اوبه نه ورنکړل کیږي بلکې یوازې په ګلاس کې به اوبه ورکول کیږي.

د خیبر پښتونخوا ټاکل شوي ګورنر شاه فرمان هم له مخې اعلان کړی ؤ چې هغه به د ګورنر ماڼۍ کې استوګنه نه کوي خو پرون یې خبریالانو ته ویلي که د امنیت ستونزه وه نو د کور دماڼۍ دننه به د کوم افسر په کور کې استوګنه کوي.

نوي وزیراعظم عمران خان هم په واک کې له راتلو وړاندې ژمنه کړې وه چې هغه به د وزیراعظم ماڼۍ کې استوګنه نه کوي خو وروستو یې د وزیراعظم د ماڼۍ دننه د خپل پوځي سکتر په کور کې استوګنه اختیار کړه