روس په افغانستان کې د پرمختيا د مخې نيولو هڅه کوي، نيکلسن

د افغانستان نه د امریکايي پوځ رخصتيدونکي مشر جنرال جان نيکلسن ويلي، امريکا به روس داسې کولو ته پرې نه ږدي چې افغانستان بې ثباته کړي او د همکارانو ترمنځ يې اختلافات جوړ کړي.

ويل شوي جنرال نيکلسن په افغانستان کې د امريکايي ځواک د مشرۍ وروستو نن د اتوار، يکشنبې په ورځ دغه چوکۍ پرېږدي.

نوموړي له دې وړاندې هم په سيمه کې د روس په کردار د شک څرګندونه کړې ده.

هغه ويلي، "مونږ په دې خبر يو چې روس غواړي د امريکا د کلونو راهسې کاميابۍ په شا بوځي او د افغانستان د ثبات په اړوند يې د امريکا په همکارانو کې پوښتنې راولاړې کړي دي".

نيکلسن دغه خبرې وي او ای ته په يو ايميل کې کړي دي.

د نوموړي په وېنا "روس داسې يوه موقع د لاسه نه ورکوي چې د امريکا او د افغانستان په ګډون د منځنۍ اسيا د اتحاديانو په مېنځ کې فاصلې جوړې کړي".

امريکا او افغانستان د وړاندې نه په روس داسې تورونه لګولي چې د طالبانو ملاتړ کوي، او روس دغه تورونه رد کړي دي.

روس په وروستيو کې د افغانستان د سولې د خبرو په اړوند يوه غونډه راجوړوله خو د افغانستان د صدر اشرف غني او روس د بهرنيو چارو د وزير سرګي لاروف په ټيليفون د خبرو وروستو غونډه ځنډول شوې وه.

په ماسکو کې د ستمبر په څلورمه نېټه د غونډې راجوړولو وېل شوي ؤ او په دغه غونډه کې د افغانستان حکومت، طالبانو او امریکا ته هم بلنه ورکړی شوې وه.

روس په وروستيو کې خپلې هغه اندېښنې بيا څرګندې کړي چې د افغانستان په شمالي برخو کې بې نومه هيلي کاپټرې د داعش ملاتړ کوي او د دغه کار زمه واري په امریکا او نېټو ور اچوي.

خو امريکا دغه تورونه ردوي.

په افغانستان کې د امريکايي پوځ جنرال جان نیکلسن شاوخوا شپږ کاله په دغه هېواد کې تېر کړل.

هغه وروستي دوه کلونه په دې هېواد کې د امریکايي او نېټو ځواکونو مشري وکړه او نن به په کابل کې په یوه رسمي غونډه کې واک جنرل آسټين سکاټ میلر ته وسپاري.