کراچۍ:پولیس وایي دترهګریز برید په شنډؤلو یې درې ترهګر وژلي

پولیس دعوه کړې ده چې دسندهـ ایالت په سرښار کراچۍ کې یې د استخباراتي ادارې سره په ګډه دترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ درې ترهګر وژل شوي.

پولیس وایي وژل شوؤ ترهګرو پلان لرلو چې په کراچۍ کې هم د مستونګ د پېښې په څیر دترهګرۍ پېښه رامینځته کړي خو دحساسو ادارو په ملتیا پولیسو دهغوئ دغه پلان شنډ کړی اؤ درې ترهګر یې وژلي دي.

په کراچۍ کې له دې وړاندې هم پولیسو وخت په وخت دترهګرو د وژنې دغسې دعوې کړي دي خو زیاتره مهال دغه دعوې دروغ هم ثابتیږي اؤ‌ د پولیسو مقابلو کې د ترهګرو په ځائ عام خلک وژل کیږي.

دسه شنبې په ورځ د کراچۍ دپولیسو سرچینو دعوه کړې چې په تازه عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان د وژل شوؤ ترهګرو نه وسلې،چاودیدونکو مواد اؤ دبارودو ډک جیکټونه هم ترلاسه شوي خو د طالبانو تحریک لا ددغه دعوې په هکله څه نه دي ویلي.

د روان کال په ۱۳مه جنورۍ هم دکراچۍ پولیسو دعوه کړې وه چې په سهراب ګوټهـ سیمه کې یې څلور ترهګر وژلي خو وروسته دپلټنو نه معلومه شوه چې دغه وژل شوي کسان ترهګر نه بلکې دنقیب مسید په نوم یو پښتون مزدور کار اؤ درې نور بېګناه پښتانه وؤ.