جیمز میټس:دائمي ثبات ته تر رسیدو به امریکا دافغانستان ترڅنګ ولاړه وي

دافغانستان ددفاع وزیر ښاغلي جیمز میټس ویلي دامریکا دولت او خلک به سوکالۍ، امنیت او دایمي ثبات ته تر رسېدو د افغانستان تر څنګ ولاړ وي اؤ دې هیواد سره به په امنیتي او اقتصادي برخو کې د خپلو همکاریو پیاوړتیا ته دوام ورکړي.

ددفاع وزیر ښاغلی میټس چې د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نن په ناساپي‌سفر کابل ته رسیدلی دافغانستان په صدارتي ماڼۍ کې یې دافغانستان ولسمشر اشرف غني،اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله اؤ نورو چارواکو سره لیدلي دي.

دجمعې په ورځ دافغانستان دصدارتي ماڼۍ څخه ددغه لیدنې په اړوند خپور شوي یو بیان کې ویل شوي دواړو غاړو د افغانستان او سیمې په بېلابېلو مسائلو په ځانګړي ډول د سولې او امنیت، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکامتحدو ایالتونو د سټراټيژۍ په مثبتو اغېزو، په امنیتي او دفاعي سکتور کې پر اصلاحاتو، د جمهوري ریاست، ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو پر ټاکنو، تروریزم سره پر مبارزې او له پاکستان سره د سولې پر مذاکراتو بحث او خبرې وکړې.

خو په بیان کې نه ده واضحه کړل شوې چې افغانستان کې د سولې په اړوند دپاکستان دکردار په هکله څه خبرې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې پاکستان ته له خپل سفر وړاندې دامریکا د بهرنیو چارو وزیر مائیک پومپیو خبریالانو سره خبرو کې په پاکستان ټینګار کړی ؤ چې افغانستان کې دسولې په اړوند خپل غوره کردار ولوبوي.

دصدارتي ماڼۍ په بیان کې ویل شوي دامریکا ددفاع وزیر سره دلیدنې پرمهال ولسمشر اشرف غني په بېلابېلو برخو کې د امریکا دوامداره همکارۍ په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړي کولو په برخو کې وستایلې، اؤ وئ ویل د افغانستان خلک او حکومت د دائمي سولې او ثبات غوښتونکي دي او په دې برخه کې یې د متحدو ایالتونو له همکاریو او ملاتړ څخه مننه وکړه.

په نزدې میاشتوکې افغانستان ته دامریکا ددفاع د وزیرښاغلي جیمز میټس دا دوهم سفر دی .

په دې وروستیو کې امریکا اؤ افغان دولت طالبانو سره د سولې هڅې ګړندۍ کړي اؤ تیره میاشت په مطبوعاتو داسې دعوې هم مخې ته راغلې وې چې امریکا طالبانو سره نیغ په نیغه تماسونه نیولي خو ددفاع وزیر ښاغلي جمیز میټس اوړمه ورځ هند ته د سفر په مهال طالبانو سره دامریکا نیغ په نیغه خبرې رد کړې وې.

جمیز میټس ویلي وؤ امریکا د ځینو نورو چینلو دلارې طالبانو سره تماسونه لري اؤ ددغو تماسونو مقصد دادی چې دافغان دولت اؤ طالبانو ترمینځ مخامخ خبرو ته لاره هواره شي.

تر دې وړاندې طالبانو اعلان کړی ؤ چې هغوئ افغان دولت سره د خبرو پرځائ نیغ په نېغه امریکا سره خبرې کول غواړي ځکه چې افغان دولت واک نه لري.

خو افغان ولسمشر اشرف غني امریکایي چارواکو ویلي چې طالبانو سره که د سولې خبرې کیږي نو مشري به یې افغان دولت کوي.