ننګرهار:په لاریون کوونکو ځانمرګي برید لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

دافغانستان په ننګرهار ولایت کې د پاکستان پولې ته څیرمه په مهمند دره ولسوالۍ کې په لاریون کوونکو ځانمرګي برید شوی چې پکې چارواکو د ۱۹ کسانو د وژل کیدلو اؤ ۵۷ نورو د ژوبل کیدو پخلی کړی.

خو ازادې سرچینې وایي چې دا یوه ستره چاودنه ده اؤ تر ۵۰ؤ زیات ولسي خلک پکې وژل شوي اؤ په شلګونو نور ژوبل دي.

سیمه ییز چارواکي وایي برید د سه شنبې په ماسپښین د اچین ولسوالۍ په هاغو احتجاج کوونکو شوی چې د سیمه ییزو پولیسو د مشر په ضد یې لاریون کولو.

د ننګرهار د والي د ویاند عطاء الله خوګیاڼې خبریالانو ته ویلي ځانمرګي ځان د لاریون کوونکو مینځ ته ورننویستلی اؤ ځان ته یې چاودنه ورکړې ده .

هغه وایي په سمدستي ډول دغه چاودنه کې د ۱۹ کسانو د وژنې پخلی شوی خو تر ۵۷ؤ زیات نور ژوبل هم دي .

د والي ویاند زیاتوي چې په ژوبلو کې هم د ګڼو کسانو حالت مرګونی دی اؤ کیدی شي د مړو شمیره نوره هم سیوا شي.

دافغانستان رسنیو دعوه کړې چې دا یوه ستره چاودنه وه اؤ پکې تر پینځوؤ زیات کسان وژل شوي چې مړي اوس هم په سړک پراته دي.

تر دې مهاله ددغه ځانمرګي برید پړه چا په غاړه نه ده اخستې .

دا په یوه ورځ د ننګرهار دننه څلورمه چاودنه ده چې ولسي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده .

له دې وړاندې د سه شنبې په سحر دننګرهار بیلابیلو سیمو کې د ښوونځیو تر څنګ د مائنونو درې چاودنې شوې وې چې پکې یو تن وژل شوی اؤ پینځه نور ژوبل شوي وؤ

د تیرې میاشتې په ۲۵مه نېټه هم دننګرهار په سرښار جلال اباد کې د ټاکنو د کمیسیون مخې ته په احتجاج کوونکو یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې دوه کسان وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي وؤ.

همدغه راز د جولایي د میاشتې په شپرمه نېټه هم د ننګرهار د بهسودو سیمه کې په امنیتي ځواکونو یو ځانمرګی برید کې درې کسان وژل شوي اؤ‌ درې نور ژوبل شوي وؤ.

په افغانستان کې دکیدونکو زیاترو ځانمرګي بریدونه پړه طالبان اؤ دداعش وسله واله ډله پغاړه اخلي خو د وروستیو زیاتو ځانمرګي بریدونو پړه پکې داعش قبوله کړې ده

په ننګرهار ولایت کې په یوه ورځ دا څلور چاودنې په داسې حال کې شوي چې افغان دولت دمخالفو طالبانو سره د سولې هڅې ګړندۍ کړي اؤ دامریکا د ددفاع وزیر جیمز میټس تیره اوونۍ دعوه کړې وه چې افغانستان کې دبل هر وخت په پرتله سولې ته زیاتې هیلې پیدا شوي دي.

طالبانو که هر څو په ښکاره حکومت سره د روغې جوړې اشارې نه دي ورکړي خو دامریکا ددفاع وزیر ویلي چې امریکا د ځینو چینلو دلارو طالبانو سره په تماس کې ده اؤ ددغو تماسو موخه افغانستان کې سولې ته لاره هوارول دي