ژورنالزم جرم نه دی، اېچ ار سي پي

په پاکستان کې د بشري حقونو سازمان (اېچ ار سي پي) د ژورنالسټ سرل الميډا د غدارۍ په مقدمه کې عدالت ته د حاضرېدو فېصلې ته "افسوسناکه" ويلي دي.

لاهور هايکورټ د دوشنبې په ورځ د غدارۍ يا بغاوت په مقدمه کې د پخواني وزيراعظم نوازشريف سره د (ډان ورځپاڼې) ژورنالسټ سرل الميډا نيولو (ناقابل ضمانت وارنټ جاري کولو) او نوم يې په اي سي اېل کې اچولو حکم کړی ؤ.

اېچ ار سي پي ويلي، الميډا د احترام وړ ژورنالسټ دی، په اي سي اېل کې د هغه نوم اچول او ناقابل ضمانت وارنټ جاري کول "انتهايي اقدام" دی.

د بشري حقونو سازمان ويلي، د پخواني وزيراعظم سره د الميډا مرکه د رياستي ادارو د سپکاوي په توګه وړاندې کول، او د بغاوت تور پرې لګول، په داسې کولو سره به په پاکستان کې د صحافت ازادي نوره کمزورې شي.

ادارې د عدالت نه غوښتي الميډا ته دې په خپله خوښه د حاضرۍ موقع ورکړی شي او نوم دې يې د اي سي اېل څخه لرې کړی شي.

د سوشل ميډيا غبرګون

خبريال بلال فاروقي په ټويټر د سرل الميډا او پخواني پوځي صدر پروېز مشرف د عکسونو خپرولو سره ليکلي،

" اصل غداري چې چا کړې هغه سړی په دوبۍ کې ناست دی، سيګار څښي او د کرکټ د لوبې نه خوند اخلي، خو ژورنالسټ ته د هغه په دنده ترسره کولو د غدارۍ وارنټ جاري کولی شي، فکر وکړئ ولې نړۍ په تاسو يقين نه کوي؟ ځينې څېړنې ستاسو مرسته کولی شي؟".

خبريالې عاصمه شيرازي په ټويټر ويلي،

"څنګه ټوقه ده، چې په يو ژورنالسټ د یو سياسي مشر سره د مرکې يا رپوټ په سر د غدارۍ مقدمه کيږي، داسې کول په خپله قانون او ائين پورې ملنډه کول دي".

خبريالې نوشیف يوسف ليکلي،

"د سرل الميډا نوم په اي سي اېل کې د اچولو حکم، د نیولو امر جاري، ژورنالسټانو د خبرونو ورکولو نه ډډه وکړئ... خبرداری راغلو".

ځينې کسانو په پاکستان کې د خبريالانو په سازمانونو سختې نیوکې کړي چې د سرل الميډا په اړوند یې ځانونه غلي کړي دي.

د نوازشريف نه مرکه

د روان کال مې په میاشت کې د هغه وخت وزيراعظم نوازشريف نه سرل الميډا يوه مرکه کړې او په خپره شوې مرکه کې ويل شوي وو چې په کال ۲۰۰۸م کې د هند په ممبۍ ښار کې ترسره شوؤ ترهګرو بريدونو ته ترهګر د پاکستان نه لېږل شوي وو.

د مرکې خپرېدو نه وروسته د امنه ملک په نوم يوې مېرمنې عدالت ته خواست کړی چې نوازشريف د وزيراعظم د سوګند خيال نه دی ساتلی د هغه پرضد دې د غدارۍ مقدمه وشي.

عدالتي امر ته د ډان ورځپاڼې غبرګون

ډان ورځپاڼې ويلي سرل الميډا د ډان خبريال دی د ملک قانون منونکی وګړی دی، په اتم اکتوبر به عدالت ته حاضريږي او د ملک نه بهر د تلو کوم پلان نه لري.

ورځپاڼې د عدالت نه خواست کړی چې د هغه ناقابل ضمانت ګرفتارۍ او اي سي اېل څخه د نوم ويستو پرېکړه بيرته واخلي.

سرل الميډا له دې وړاندې هم په ډان ورځپاڼه کې يو خبر خپور کړی چې وروسته د ډان ليکس په نوم مشهور شوی او په دغه خبر کې نوموړي د حکومت او پوځي مشرتابه د يوې ناستې په مهال شوې خبرې چاپ کړی شوې وې.