د امريکې يوه ګران بيه جنګي الوتکه غورځېدلې تباه شوې ده

د امريکې د پوځ نوې او ګران بيه (اېف ـ ۳۵) جنګي الوتکه د امريکا په کيرولاينا رياست کې غورځېدلې او تباه شوې ده.

د راپورونو ترمخه دغه الوتکه چې غورځېدلې خواوشا ۱۰ کروړه ډالره قيمت لري او د نړۍ په ګران بيعه الوتکو کې شماريږي.

امريکايي چارواکو ويلي الوتکه په تربيتي الوت وه او د خالي، شنبې په ورځ د پېښې ښکار شوې خو پايلټ يې ترې د غورځېدو نه وړاندې ځان ويستی او بچ پاتې شوی دی.

د امريکايي رسنيو ترمخه پوځي چارواکو ادعا کړې چې دغه الوتکه (لاک هېډ مارټن) شرکت جوړه کړې او دا هغه الوتکه ده چې د ډېر وړوکي رن وی نه الوتی او د هيلي کاپټر په څېر په لږ ځای کې ښکته کېدی شي.

د امریکې پوځ اېف ـ ۳۵ په کال ۲۰۰۶م کې کارول پېل کړي او ويل کيږي دا د دې الوتکې لومړۍ پېښه ده.

لاک هېډ مارټن درې ډوله اېف ـ ۳۵ الوتکې تياروي چې پکې اېف ـ ۳۵ سي د سمندري بېړۍ څخه الوتو ته تیارولی شي.

امريکې روانه اوونۍ اېف ـ ۳۵ بي په لومړي ځل په افغانستان کې د طالبانو پرضد بريد کې کارولې وه او دا د دې الوتکې کارولو لومړی ځل ؤ.

ويل کیږي لاک هېډ مارټن تراوسه پورې د اېف ـ ۳۵ ډول ټولې ۳۲۰ الوتکې جوړې کړي چې پکې ۲۴۵ د امریکا سره دي.

پېنټاګون کمپنۍ ته د نورو ۱۴۱ اېف ـ۳۵ الوتکو جوړولو ټېکه ورکړې چې نزدې يوولس نیم اربه ډالره لګښت راځي.