په پاکستان کې دبانکونو دننه د ډالر نرخ دوه روپۍ اؤ دیرش پیسې غورځیدلی چې ددې سره اوس یو ډالر په ۱۳۱ روپۍ اؤ پنځوس پیسو اخستل کیږي.
روانه اوونۍ دپاکستان تاریخ کې په لمړي ځل دپاکستان دخراب اقتصادي وضعیت له امله د ډالر نرخ د یو ډالر نرخ ۱۳۷ روپو ته لوړ شوی ؤ.
نن د جمعې په ورځ دکاروبار په پیل کیدلو ډالر لمړی یوه روپۍ اؤ۴۰ پیسې اؤ وروسته بیا دوه روپۍ اؤ ۳۰ پیسې وغورځیدو.
په دې وروستیو کې پاکستان د سخت اقتصادي بحران سره مخ شوی اؤ ددې بحران نه د وتلو دپاره یې نړیوالې مالیاتي ادارې ای ایم ایف نه دپور اخستو خواست کړی دی.
پاکستاني مطبوعات وایي دې هېواد ته د پانګې د نړیوالې ادارې یا ای ایم ایف ورغلي پلاوي حکومت ته وړاندیز کړی چې د روپۍ بیه په روان مالي کال کې د ډالر په مقابله کې نوره هم را کمه کړي او په قرضو د سود کچه زیاته کړي.
د پاکستان خراب اقتصادي حالت او مالي بحران ته په کتو سره د پانګې نړیوالې ادارې د دې هېواد پر مرکزي حکومت ټینګار کړی، چې د خپل هېواد د اقتصادي ودې لپاره کوټلي او ګړندي ګامونه پورته کړي.
رپوټونه وایي پاکستان ښایي ۲۰ اربه امریکایي ډالرو ته اړتیا ولري چې خپل بهرنی پور په پرې کړي، خو په تېره جولای میاشت کې چې امریکې په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، چې ګوندې پاکستان له آی ایم ایف څخه په اخیستونکو پیسو د چین پور ادا کوي، اوس داسې نه ښکاري چې د پانګې نړیوالې اداره به دې هېواد ته ژر نوره بودیجه ورکړي