"استاذان په زولنو کې،قاتلانو ته عزت اؤ درناوی"

مجاهد کامران

په پاکستان کې سیاسي اؤ مدني فعالینو دغبن په تورونو کې دپنجاب پوهنتون د استاذانو زولنو کې محکمې ته د وړاندې کولو سخته غندنه کړې اؤ د سترې محکمې مشر قاضي ثاقب نثار د احتساب ادارې دلاهور مشر ته امر کړی چې پخپل دې ګام دقام نه بخښنه وغواړي.

دخالي(شنبه) په ورځ په ټولنیزو رسنیو خپرو شوؤ ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې دپنجاب پوهنتون پخوانی وائس چانسلر مجاهد کامران اؤ نور د پاخه عمر استاذان د نیب لخو احتساب محکمې ته په زولنو کې ډير په سپک ډول وړاندې کیږي اؤ وکیلان ورپسې شاته د “غل‌-غل اؤ ډاکو” چغې وهي.

په مجاهد کامران اؤ نیول شوؤ نورو دریوؤ استاذانو تور دی چې دخپل واک څخه په ناوړه استفاده یې پنجاب پوهنتون کې غبن کړی اؤ ګڼ خلک یې په ناقانونه ډول په نوکریو لګولي دي.

ددغه ویډیوګانو په میډیا اؤ ټولنیزو رسینو مخې ته د راتلو سره سم په ټوئټر ،فیس بک اؤ نورو رسنیو دمدني اؤ سیاسي فعالانو لخوا په حکومت اؤ امنیتي ادارو سخت ټکونه شوي چې دڅلورو سوؤ نه د زیاتو کسانو په وژنه تورن پولیس افسر راؤ انوار اؤ نور ستر مجرمان په شاهانه انداز کې د درناوي سره محکمې ته وړاندې کولی شي خو دپنجاب پوهنتون استادان په سپک ډول زولنو کې محکمې ته وړاندې کړل شوي دي.

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین پخپله توئټر پاڼه دوه ویډيو ګاڼې خپرې کړي چې یو کې لیدل کیږي دنقیب مسید اؤ نورو سوؤنو پښتو په ناقانونه وژنه تورن پولیس افسر راؤ انوار په درناوی محکمې ته وړاندې کړل کیږي اؤ بله ویډیو کې د پنجاب پوهنتون استادان په زولنو کې لیدل کیږي.

میا افتخار حسین ددغه ویډګانو پرسر لیکلي “د هر باضمیره انسان سر له شرمه ټیټیدل پکار دي چې چې قاتل ته عزت ورکول کیږي اؤ د استاد سپکاوی کیږي”

د عاصمه شیرازي شیرازي په نوم دخبریالې لخوا په ټوئټر خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې دپنجاب پوهنتون بوډا پروفیسر ته لاسونو کې زولنۍ پرتې دي اؤ امساء په لاس محکمې ته پولیسو روان کړی دی.

عاصمه شیرازي لیکي “دا منظرونه ماته ډیر تکلیف رارسوي چې هرکله سپین روبي استاذان یوازې دتورونو په اساس نیب زولنو کې روان کړي اؤ اؤ ائین ماتونکی ازاد ګرځي نو احتساب نه هسې ټوقې جوړیږي”

هغې لیکلي” که په ادارو که همت وي نو مشرف دې ونیسي،د احتساب په نوم به دا تذلیل تر کومې روان دي ، افسوس دا ټولنه د تنزلۍ په وروستي برید ولاړه ده”

دګڼو نورو سیاسي اؤ مدني فعالینو لخوا چې هم دنیب لخوا په دې عمل تند غبرګون وښودل شو نو دپاکستان دسترې محکمې قاضي ښاغلي ثاقب نثار ددې پېښې پخپله نوټس واخستلو .

محکمې کې د معاملې اوریدنې په مهال مشر قاضي ثاقب نثار د نیب دلاهور مشر یا ډائزیکټر جنرال څخه پوښتنه کړې چې ولې یې داستادانو دومره سپکاوی کړی دی.

مشر قاضي دنیب مشر ته ویلي هغه ددې معاملې پلټنه پیل کوي اؤ که سپکاوی د استاذانو سپکاوی دنیب لخوا شوی وي نو د نیب د ډائریکټر جنرال په ضد به مقدمه درج کولی اؤ هغه به هم دغسې په زولنو کې محکمې ته وړاندې کولی شي.

مشر قاضي دنیب ډائریکټر جنرال ته امر کړی چې داستاذانو په سپکاوي د ټول قام څخه بخښنه وغواړي.

دمحکمې په امر دنیب دلاهور مشر د ټول قام نه استاذانو ته په زولنو اچولو بخښنه غوښتې ده اؤ منلې یې ده چې د نیب نه ستر تیروتنه شوې ده