د۷۳ کالو نه دپښتو موسیقۍ په خدمت بوخت ولي داد استاد وفات شو

ولي داد استاد

دپښتو موسیقۍ وتلی طبله نواز ولي داد استاد د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۳ؤ کالو په عمر کې وفات شوی اؤ ټاکل شوې نن (سه شنبه) پېښور کې خاورو ته سپارل کیږي.

ولي داد استاد تر ۷۰کالو زیات د هنر دلارې د پښتون کلتور خدمت کړی، په سوونو شاګردان یې روزلي دي ،په زرګونو سندرو ته یې دموسیقۍ سرڅڼه کړې ده اؤ په زرګونو سندریزو البمونو کښې یې طبله غږولې ده،

دپښتو غزل شاهنشاه ښاغلی خیال محمد د ولي داد استاد په مړینه دخواشینۍ څرګندؤلو په ترڅ کې ویلي “د ولي داد استاد د کچې هنرمندان په ټولنه کې چرته په پیړیو ورسته په بخت پیدا کیږي خو افسوس چې ددغه لویې فنکار هیڅ قدرداني په دې خاوره کې ونه شوه”

ولي داد استاد دتیرې څه مودې راهسې ناروغه اؤ په کټ پروت ؤ خوتیره شپه یې صحت زیات خراب شو اؤ ساه یې ورکړه.

دهنر په نړۍ کې ولي داد استاد ستره نامه اؤ ډیر درناوی لرلو.

هغه د خیال محمد، ګلناربیګم ،هدایت الله، کشورسلطان،استاد شاه ولي،شکیله ناز،ماه جبین قزلباش اؤ معشوق سلطان په څير لویو هنرمندانو سره طبله غږولې اؤ هغوئ ته یې فني زده کړې هم ورکړې وې.

ولي داد استاد په کال ۱۹۳۵ کې د خیبرپښتونخوا په مردان سیمه کې د ښاغلی فقیرداد په کور کې پیدا شوی ؤ خو د مشرانو تعلق یې په بنیادي ډول د صوابۍ سیمې سره ؤ .

د لسو کالو په عمر یې ‌طبله غږول پیل کړی وؤ اؤ فنی زده کړې یې د خلیفه اختر حسین اؤ استاد ګل صنم نه کړې وې.

دپښتو وتلی سندرغاړی استاد خیال محمد د ولي داد استاد په مړینه ډیر غمژن دی اؤ وایي” پښتانه د یو ډیر لویې هنرمند نه محروم شول”

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې استاد خیال محمد وویل “دا زمونږ څومره غزلې چې خلکو خوښې کړي په دې کې ډیرو کې طبله ولي داد استاد غږولې ده ، هغه د موسیقۍ په روح پوهه ؤ چې څنګه دکلام مزاج وي هاغه شان یې ورسره موسیقي غږولې ده”

د ولي داد استاد یوه بله شاګرده اؤ مشهوره سندرغاړې ماه جبین هم د ولي داد استاد مړینه یو ستر غم بولي اؤ وایي د ولي داد استاد مړینه د یو فرد مرګ نه بلکې دموسیقۍ دیو باب بندیدل دي .

ماه جبین قزلباش ډیوه نیوز سره خبرو کې وویل ولي داد استاد ته د پښتنو په هاغو ټولو طبله نوازانو کې د لویې استاد حیثیت حاصل ؤ چې موازنه یې په څه نا څه حواله د نړیوال معیار د طبله نوازانو سره کیدلی شي.

استاد ولي داد د امریکا، برطانیه ،جرمني ،کاناډا،ډنمارک په شمول دنړۍ په یو شمیر اروپایي ،خلیجي اؤ ایشایي هیوادونو کې د خپل هنر مظاهره کړې وه اؤ د ګڼو هیوادونو څخه یې د غوره طبله نواز جایزې ترلاسه کړې وې خو دپاکستان حکومت یا فني ادارو هغه ته هیڅ لویې ایوارډ یا جائزه نه وه ورکړې.

پخپل ژوند وائس اف امریکه ډیوه سره یو مرکه کې ښاغلي ولي داد استاد ویلي وؤ‌ د هغه د شاګردانو اؤ د فن د مینه والو مینه د هغه د پاره تر ټولو ستر ایوارډ دی خو ګیله من ضرور دی چې د هغه خدماتو ته په بهرنۍ نړۍ کې خو دقدر په سترګه کتل کیږي ولي په پاکستان کې یې چرته حکومت په هیره هم نوم یاد نه کړو.

هغه ویلي وؤ څلور ځله یې امریکا ته سفر کړی ، لندن ،جرمنی ډنمارک حتي ټوله اروپا یې کتلې ده خو د خپلې خاورې اؤ خلکو سره مینه لري ځکه په دغو هیوادونو کې د پاتې کیدو پځایې یې د پښتونخوا د نیستۍ ورځو شپو ته غاړه ایښې ده ترڅو دلته د خپلو شاګردانو تربیه جاري وساتي اؤ د پښتنو د خاورې څخه د فن څادر ټول نه شی.

د ولي داد استاد وینا وه چې "سمه ده دلته فنکارانو ته ښه نه کتل کیږي خو څه وکړو؟دا زمونږ هنردی اؤ مونږ به یې پالو، که هر شان حال وي وروستو کیدی خو نه شو"

اؤ بیا ولي داد استاد تر وروستي وخته دخپل هنر سره دیارۍ مزی ونه شلولو خو مرګ د هغه اؤ دهنر ترمینځ دغه اوږده رشته اخر پایې ته ورسوله.