د اوباما او کلنټن په ادرسونو لېږل شوي بمونه شنډ کړای شویدي

واشنګټن: په داسې حال کې چې په امریکا کې نورو لوړ پوړو ډیموکراټانو ته هم مشکوک بمونه استول شویدي، ولسمشر ډانلډ ټرمپ په هېواد کې په پراخه توګه له قهره ډک د سیاسي چاپیریال جوړولو په برخه کې رسنۍ تر زیاته بریده تورنې کړې دي.

"په هېواد کې د غوصې هغه ستره برخه چې مونږ یې نن په خپلې ټولنې کې وینو هغه په رسنیو کې د غلطو او درواغو راپورونو له امله ده چې زه یې د جعلي خبرونو په نامه یادوم. "

ټرمپ د زیارت یا پنجشنبې د ورځې په ټویټ کې لیکلي دي چې دا رسنۍ باید په چټکۍ سره دا ستونزه حل کړي.

د ټرمپ دغه ټویټ په داسې حال کې شوی چې نن د زیارت یا پنجشنبې ورځ پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن ته هم مشکوک بم استول شوی چې له هغې سره د ګل یا دوشنبې د ورځې راهیسې د استول شویو مشکوکو بمونو شمېر لږ تر لږه لسو ته رسېږي.

د امریکا استخباراتي اداره وايي، دوه هغه ممکنه بمونه یا چاودېدونکي توکي یې شنډ کړیدي چې یو د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما او دوهم د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هېلري کلنټن په ادرسونو باندې لېږل شوي وو.

ددې ترڅنګ د نیویارک په وارنر سنټر کې، چېرې چې سي ان ان هم سټوډیوګانې لري د شورو یا چهارشنبې په سهار یو مشکوک پکېج موندل شوی.

په دغه پکېج کې ځای پرځای شوی مشکوک بم ددغه ښار د پولیسو د بمونو د ډلې لخوا په یو ځانګړي ټرک کې یو خوندي ځای ته د شنډولو لپاره لېږدول شوی دی.

د نیویاک د پولیسو چارواکي وايي، داسې ښکاري، چې په دغه پکېج کې چاودېدونکی توکی او سپین رنګه پوډر ځای پر ځای شوي وو.

د نیویارک ښاروال بېل ډي بلېسیو وویل:

"هغه څه چې نن مونږ دلته ولیدل په ښکاره د ترهګرۍ یو عمل وو. "

سي ان ان په یو راپور کې ویلي، دغه پکېج د سي آی اې د پخواني مشر جان برېنن په ادرس لېږل شوی وو چا چې په ټرمپ باندې کلکې نیوکې کولې.

استخباراتي چارواکي وايي، د کلنټن په نامه لېږل شوی مشکوک بم په نیویارک کې د نهې یا سې شنبې ناوخته د خطونو په هغه ځآی کې وموندل شو او شنډ کړای شو چېرې چې هیلرې کلنټن له خپل مېړه پخواني ولسمشر بېل کنټن سره اوسېږي.

هېلري کلنټن د استخباراتي ادارې د هغو سړیو او ښځو څخه مننه وکړه چې دغه پکېج یې شنډ کړی دی او وویل چې د هغې کورنۍ ښه ده خو دا وخت په هېواد کې د ژورو درزونو وخت دی.

استخباراتي مامورین زیاتوي، دوهم پکېج چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما په ادرس لېږل شوی وو په واشنګټن ډي سي کې په یوې پوځي ودانۍ کې شنډ کړای شوی دی.

ددې ترڅنګ د ګل یا دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د بیلیونېر جیورج سوروس د کور مخې ته چې د ډیموکراټانو د کاندېدانو یو ستر مالي مرسته کونکی وو هم یو بم موندل شوی.

د رسنیو په راپورونو کې ویل شوي دي چې درې واړه وروستي موندل شوي بمونه یو ډول دي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پېنس په ټوېټر باندې په اوباما، کلنټن، سي ان ان او نورو باندې ددغو ډول بریدونو هڅې غندلې دي او ویلي یې دي چې که هر چا دا کار کړی وي د قانون منګلو ته به راکاږل شي.