راشد خان اؤ نبي عیسي خیل دنړۍ دلمړي اؤ دوهم غوره لوبغاړي ویاړ ګټلی

دافغانستان دکرکټ دوو وتلو لوبغاړو راشد خان اؤ نبي عیسي خیل دکرکټ په نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو کې لمړی اؤ دوهم مقام خپل کړی دی.

دکرکټ نړیوالې شورا اوس اوس د نړۍ دغوره لوبغاړو یو نوملړ خپور کړی چې په دغه نوملړ کې په پنځوس اوریز نړیوال کرکټ کې راشد خان لمړنی اؤ نبي عیسي خیل ته د دوهم غوره ال راونډر مقام ورکړل شوی .

راشد خان اؤ نبي عیسی خیل دکرکټ په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې هم د لمړي اؤ درهم غوره ال راوړنډر ویاړ په غاړه لري.

راشد خان په کال ۱۹۹۸ کې دافغانستان دختیز ولایت ننګرهار په سرښار جلال اباد کې زیږیدلی اؤ دکډوالۍ زیات وخت یې په پاکستان کې تیر کړی دی.

په کال ۲۰۱۵م کې هغه د زمبابوی په ضد دافغانستان دملي کرکټ لوبډلې لخوا په لمړي ځل نړیوال کرکټ کې لوبیدلی ؤ.

دکرکټ دنړیوالې شورا په درجه بندۍ کې دلمړي مقام ترلاسه کولو نه وړاندې د ايي پي ایل په لوبو کې دهغه خدمات په نهه کروړه روپۍ اخستل شوي وؤ.

محمد نبی په ۱۹۸۵ کال کی د لوګر په ولایت کی زیږیدلی او په ۲۰۰۹ کال کې یې خپله لومړنۍ ملی لوبه د سکاټ لینډ دکرکټ لوبډلې په وړاندې پر ضد کړې وه

په ۲۰۱۳ کال کی محمد نبی د بنګلادیش په کرکټ لیګ کی د سیلهیت رویالز په لوبډله کی ولوبیدو او دیرې ښې لوبې یې نندارې ته وړاندې کړې.