واشنګټن: د امریکا په ولسي جرګه (هاوز اف ریپرېزېنټېټیو) کې د ډیموکراټانو د بریا له اعلانېدو سره په امریکا کې یوه نوې ورځ ده خو د لندن څخه څېړونکی پیټر تروبویز وايي، د امریکا په بهرني سیاست کې یو نوی سباون لا ډېر لېرې دی.
"د ډانلډ ټرمپ اصلي لوبه اوس د بهرني سیاست لوري ته ده چېرې چې هغه د کورني سیاست په پرتله ډېر واک لري. زما په اند ټرمپ به له چین سره د سوداګرۍ، له ایران او له مکسیکو سره د پولې په برخو کې دوه برابره زیات پام واړوي. "
دی زیاتوي، ډیموکراټان ښايي د چین په اړه د ټرمپ له دریځ څخه ملاتړ څرګند کړي.
واشنګټن له چین څخه د ۲۵۰ بیلیونو ډالرو په ارزښت وارداتو باندې ټکسونه لوړ کړل او په پیکنګ باندې تور لګوي چې غلطه سوداګري کوي.
چین د امریکا د منځ مهاله ټاکنو په پایلو باندې له څه ویلو ډډه کړې.
اروپا هم د خپلو مهمو صادراتو لکه موټرو باندې د امریکا له ټکسوونو څخه وېرېږي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هېکو ماس د چهارشنبې یا شورو په ورځ وویل، د ټاکنو له پایلو داسې نه ښکاري چې ستونزې دې حل شي.
"د اطلس د سمندر دې غاړې ته مونږ باید د امریکا د هغه شعار چې وايي امریکا فرسټ (امریکا لومړي) ته یو ځواب ومومو او ماته ددې یواځینی ځواب دا دی چې ووایو متحده یو یو موټې اروپا. "
په ماسکو کې د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویاند وايي، له امریکا سره به په اړیکو کې بدلون رانشي ځکه ددې اړیکو خرابوالی هم اسانه نه ده.
په ورته وخت کې په بیروت کې د امریکا د سټراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر کامل وزني وايي، داسې نه ښکاري چې په منځني ختیځ کې دې هم د امریکا په سیاست کې په چټکۍ سره کوم بدلون راشي.
"کله چې په سعودي عربستان او منځني ختیځ کې د امریکا د وسلو د خرڅولو خبره کېږي نو مونږ ښايي ځینې غوښتنې واورو او دا غوښتنه هم ښايي وشي چې په یمن کې باید جګړه پای ته ورسېږي. "
اسرایلو یو ځل بیا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ څخه غوښتي دي چې د سولې خپل پلان ته دې دوام ورکړي د کوم په ترڅ کې چې لیدل کیږي چې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا سفارت هم ولېږدول شو.
خو فلسطیني چارواکي له شک پرته ددغه سیاست بدلون غواړي.
د فلسطین د ولسمشر محمود عباس سلاکار نبیل شات وايي:
"په امریکا کې ډیموکراټان دې دریځ ته نږدې شوي دي چې ښايي په پایله کې د سولې بهیر ته ورسېږي. "
په نړیواله توګه ددې هم ستاینه وشوه چې په بې ساري توګه زیاتې مېرمنې کانګرس ته ټاکل شوې دي چې په هغو کې فلسطینۍ کډواله رشیده طلایب هم ده.
د رشېدې تره باسام طلایب د فلسطین په لویدیځه غاړه کې په خپلو خبرو کې وویل:
"ټوله سیمه د رشېدې په بریا باندې ویاړي چې د لومړنۍ عربي نژادې مسلمانې په توګه یې دغه څوکۍ ترلاسه کړې ده. "
ترو بویتز وايي، د نړۍ مشران به اوس په دې فکر کې وي چې نور به څه کېږي.
"دا چې د ټرمپ لپاره باید انتظار وویستل شي او که په بل ډول یې ووایو د راتلونکو دوو کالو لپاره به ورسره ولوبېږي. په تهران، پیکنګ او ښايي د ځینو اروپايي هېوادونو په پلازمېنو کې به په دې اړه خبرې کېږي. "
خو د امریکا په سیاستونو کې چې په چټکۍ سره پکې بدلون راځي د داسې اندېښنو حلول به اسانه نه وي.