دایس پي طاهر داوړ په وژنه سخت غبرګون،طالبان وایي هغوئ نه دی وژلی

په ټولنیزو رسنیو د وژل شوي پښتون پولیس افسر طاهر داوړ په وژنه سخت غبرګون مخې ته راغلی اؤ ګڼ شمیر فعالینو شکونه ښکاره کړي چې ګنې هغه ریاست وژلی.

بل لوري ته دپاکستاني طالبانو تحریک دا دعوې په سختو ټکو کې رد کړی چې ګنې طاهر داوړ هغوئ وژلی اؤ ویلي یې دي هغوئ دهیچا څخه نه ویریږي خو د وژل شوي پولیس افسر په وژنه کې یې هیڅ لاس نه شته.

دپېښور دپولیسو ایس پي طاهر داوړ دوه اوونۍ وړاندې دپلازمینې اسلام اباد څخه نامعلومو کسانو پورته کړی ؤ اؤ تیره ورځ پاکستاني رسنیو خبر خپور کړو چې هغه دپاکستان دپولې ترڅنګ دافغانستان خاوره کې وژل شوی دی.

په سوشل میډیا د پښتون پولیس افسر په وژنه زیاترو فعالیتونو سخت خفګان ښودلی اؤ پخپل پروفائل یې دهغه عکسونه لګولي دي.

په ټوئټر د طاهر وژنه ټاپ ټرینډ جوړ شوی اؤ فعالین شکونه ښکاره کوي چې ګنې هغه طالبانو نه بلکې دهیواد خفیه ایجنسیو وژلی دی.

په ټوئټر په مستعار نوم یو فعال پوښتنه راپورته کړې چې هرکله طاهر داړ ترهګرو داسلام اباد نه تښتولو اؤ تر تورخم یې رسولو نو په په دغه وخت سي سي ټي‌وي کیمرې،پولیس،دترهګرۍ محکمې اؤ ریاستي ادارې اوده وې،دهیواد دکورنیو چارو وزیر وایي دامعامله حساسه ده ایا دا اسلامي جمهوري ازاد ایټمي پاکستان دی؟

حنیف دریاب لیکلي ریاست دا ثابتول دي چې ددې ریاست اؤ پښتنو خپلو خپلو کې نوره نه جوړیږي

وزیرستان نه دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ پخپلو پوسټونو کې دغه وژنه په سختو ټکو غندلې او‌ لیکلي یې دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ به سبا د طاهر داوړ د وژنې په ضد ګرد هیواد کې احتجاجونه کوي

دپښتون ژغورنې د غورځنګ یو فعال مشر اؤ‌ قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر لیکلي ایس پي طاهر داوړه ډیر وبخښې،مونږ ته ونه ژغورلی شوې خو مونږ درسره ژمنه کوؤ ستا دوینې په توهیدو ټوله نړۍ خبر کړو

د طاهر داوړ د وژنې یو عکس پرون په سوشل میډیا خپور شوی ؤ چې پکې لیدل کیږي په هغه بد ترین تشد د شوی ،دهغه دمړي دپاسه په پښتو ژبه یو لیک هم پرېښودل شوی کوم کې چې دترهګرې ډلې داعش یوې ډلې "ولایت خراساني" دهغه د وژنې پړه قبوله کړې ده

خو د چهارشبنې په ورځ دپاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني پخپل یو بیان کې دا دعوې رد کړي چې ګنې هغه پاکستاني طالبانو وژلی .

خراساني پخپل دغه بیان کې خبریالانو ته هم سخت ګواښونه کړي چې باید داسې د دروغو په خبرونو خپرولو دخپل ځان مشهورولو نه ډډه وکړي ګنې بیا به یې طالبان سم مشهور کړي خو هغوئ به پخپله دا مشهورتیا ونه ویني.

څيړونکي وایي په دې بیان کې طالبانو په اشاره کې خبریالانو ته د وژلو ګواښ کړی چې دطاهر داوړ په هکله د دروغو خبرونه خپروي