دطاهر داوړ په وژنه دپاکستان وزیراعظم عمران خان اؤ دکورنیو چارو وزیر څه وایي؟

دپاکستان وزیراعظم عمران خان عمران خان وایي هغه د وژل شوي پولیس افسر دمعاملې پخپله څارنه کوي اؤ دپښتونخوا حکومت ته یې ویلي چې د داوړ د وژنې دپلټنو لړ کې باید د اسلام اباد پولیسو سره مرسته وکړي.

په عین حال کې دهیواد د کورنیو چارو وزیر شهریار اپریدي پارلیمان ته باور ورکړی چې طاهر داوړ وژونکي که په پاکستان کې وي اؤ که په افغانستان کې منطقي انجام ته به رسولی شي.

دشمالي وزیرستان سره تعلق لرونکی پولیس افسر طاهر داوړ په ۲۶مه اکتوبر دپلازمینې اسلام اباد څخه بې درکه کړل شوی ؤ چې مړی یې اوړمه ورځ دافغانستان دننګرهار ولایت دور بابا ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

دپاکستان دکورنیو چارو دمملکت وزیر شهریار اپریدي دطاهر داوړ له تښتول کیدو وروسته رسنیو ته ویلي وؤ چې دا حساسه معامله ده،خبرې پرې نه دي پکار.

دپاکستان حکومت تر دوؤ ورځو دطاهر داوړ د وژنې پخلی وروسته له هغې هم نه کولو چې د داوړ دموندل شوي مړي عکسونه په سوشل میډيا خپاره شول .

په شوشل میډيا افغانستان کې دطاهر داوړ وژل کیدلو ته زیاترو فعالینو دشک په سترګه کتلي اؤ پوښتنې یې راولاړې کړي دي چې څنګه طاهر داوړ د اسلام اباد نه اوچت شو اؤ تر افغانستان ورسول شو خو دپاکستان،پوځ،پولیس اؤ استخبارات ترې هډو خبر نه شول؟

د پنجشنبې په ورځ وزیراعظم عمران خان په ټوئټر لیکلي چې دطاهر داوړ په وژنه خفه دی اؤ دپښتونخوا حکومت ته یې ویلي چې پلټنو کې باید داسلام اباد پولیسو سره همکاري وکړي .

هغه لیکلي د هیواد دکورنیو چارو دمملکت وزیر ته یې سپارښتنه کړې چې ټوله معامله و ارزوي اؤ هغه ته راپور وړاندې کړي.

د هیواد دکورنیو چارو دمملکت وزیر شهریار اپریدي سینیټ ته ویلی د طاهر داوړ ستونزه حساسه وه خو مونږ جواب ورکولو مسولیت لرو اؤ په دې پېښه کې ککړ خلک به خپل انجام ته رسولی شي.

هغه ویلي په ۲۸م اکتوبر دطاهر داوړ د ورور په وینا دهغه د ورکیدو ایف ایي ار داسلام اباد رمنا تاڼه کې درج شو اؤ له هغې وروسته د ښاغلي داوړ لټون شروع ؤ.

شهریار اپریدي وویل دلټون په مهال ټولو استخباراتي اؤ امنیتي ادارو ویل چې طاهر داوړ سره تماس نه نیول کیږي اؤ نه ده معلومه چې هغه چرته دی؟

هغه وویل ایس پي طاهر داوړ داسلام اباد څخه له تښتول کیدو وروسته لمړی دپنجاب دمیانوالي سیمې ته ، بیا له دغه ځایه بنو اؤ وروسته افغانستان ته بوتلل شوی ؤ.

خپله وینا کې شهریار اپریدي اسلام اباد کې په لګول شوؤ ۱۸۰۰ پټو کیمرو هم پوښتنه راولاړه کړه اؤ وئ ویل “شاوخوا۱۸۰۰ کیمرې لګیدلي خو یوه کیمره هم دا توان نه لري چې د ګاډي دنمبر یا دچا دمخ پیژندګلو ترې وشي”

هغه وویل دافغانستان له لوري په پوله د څارنې یا ګشت کولو هیڅ نظام نشته اؤ پاکستان پر دې خبره افغان دولت خبر کړی هم دی.

دوه ورځې وړاندې دقبائیلي سیمې شمالي وزیرستان څخه دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وائس اف امریکا ته دچا له نوم اخستلو پرته ویلي وؤ دوئ په داسې خلکو اوس خلک نه شي تیرویستلی، اوس بچي،بچي ته معلومه ده چې داسې تښتونې اؤ وژنې څوک کوي؟

هغه ویلي وؤ طاهر داوړ که هر چا وژلی وي زمونږ دعوه دپاکستان په ریاست ده