واشنګټن ډي سي ــــ د ښځو په وړاندې د تشدد د مخنيوي نړیوال کمپېن په داسې حال کې پيل شوی چې په پاکستان کې د حقونو سازمانونه وایي هلته هر کال شاوخوا یو زر ښځې د عزت په نامه وژل کېږي.
د ښځو د حقونو د ژغورنې لپاره کارکوونکی عورت فاونډېشن نومي تنظيم وایي، زیاتره پېښې تش په نامه د عزت په نوم وي او په داسې پېښو کې لاملونه شخصي دښمني، کورنۍ کشالې، د پورونو او جائیدادونو شخړې وي.
د ښځو په ضد د تشدد د مخنیوي لپاره 16 ورځنی نړیوال کمپېن له 25م نومبره پیل شوی دی چې هدف یې د ښځو په وړاندې د هر ډول تشدد په هکله خلکو ته پوهاوی ورکول دي.
په بلوچستان کې د عورت فاونډېشن غیردولتي ادارې مشر علاؤالدین خلجي وي.او.اې ډیوه ته ویلي چې زیاتره پېښې پولیسو او نورو امنیت ساتونکو ادارو ته نه رپورټ کېږي چې وایي غټ لامل یې په ټولنه کې په داسې پېښو باندې د پټه خوله پاتېدلو او پرده ورباندې اچولو عادت دی.
د عوامي نېشنل ګوند له خوا د صوبایي اسمبلۍ غړې شاهینه کاکړ وایي، د ښځو په ضد د تشدد د مخنیوي لپاره قانون شته خو عمل ورباندې ډېر کم کېږي. د مېرمن شاهینې په وینا د عزت په نامه وژنه او پر ښځو د تشدد په جرمونو کې باید سزاګانې سختې کړل شي او پر روغې جوړې برسېره هم مجرمان باید خوشي نه کړل شي.
په برتانیه کې د تهامس رويټرز فاونډېشن نومي څېړنیزه اداره وایي، پاکستان د نړۍ له هغو شپږو هېوادونو څخه یو دی چې د ښځو په حواله ډېر خطرناک دي.
تشدد څو ډوله دی:
د کلیوالې پرمختیا په اداره کې د جنسي برابرۍ د څانګې مشره نسیمه سلام وایي، تشدد یواځې بدني نه دی بلکې ذهني، جذباتي، په ناوړه خبرو، ښکنځلو، ګواښنې ورکولو، پېغورونو، توپیري چلند، د ضرورتونو پام نه ساتل او جنسي ځورونه دا ټول تشدد دی.
څه باید وشي؟
د ښځو د حقونو سازمانونه وايي، ښځې باید پخپله د تشدد د مخنیوي لپاره پر یووالي و درېږي، په خپل حق دې ځان خبر کړي، د خپل حق لپاره دې ږغ پورته کړي، تعلیمیافته ښځې دې په ټولنه کې نورې ښځې په حقونو او د تشدد په ډولونو خبرې کړي، د خپلو حقونو د دفاع او تشدد د مخنیوي لپاره دې تنظیمونه جوړ کړي.
د مخدره موادو او جنایتونو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، په ټوله نړۍ کې هره ورځ نږدې 138 ښځې د خپلو مېړونو او خپلوانو له لاسه وژل شوې وې. دې ادارې په خپل رپورټ کې ویلي چې په 2017م کال کې 87 زره ښځې په نړۍ کې د عزت په نامه او کورني تشدد کې وژل شوې دي.