دټي‌10 اتل به څوک وي؟دپښتون اؤ نادرن وارئیرز ترمینځ نن فائنل کیږي

دکرکټ د ټي10 سیالیو په دوهم سیزن کې دشاهد اپریدي په مشرۍ پښتون لوبډله فائنل ته وتلې ده اؤ نن دپاکستان په وخت ماسخوتن نهه بجې دمتحده عرب اماراتو د شارجه په لوبغالي کې د نادرن وارئیرز سره فائنل مقابله کوي.

د پښتون لوبډلې کپتان شاهد اپریدی وایي دهغه دلوبډلې ټول لوبغاړي په بشپړې جذبې اؤ حوصلې سره چمتو دي چې دټي‌ ټين اتلولي پخپل نوم کړي.

دشارجه په سټیډیم کې د خالي په ورځ د پښتون لوبډلې اؤ نادرن وارئیرز ترمینځ شوې لوبه کې شاهد اپریدي په ۱۷ؤ بالونو ۵۹ منډې جوړې کړې وې اؤ خپله لوبډله یې فائنل ته رسولې وه.

په دغه لوبه کې پښتون لوبډلې نادرن وارئیرز ته د ۱۳۵ منډو هدف ورکړی ؤ خو نادرن وارئیرز د څلورو لوبغاړو په تاوان د ۱۲۲منډو په جوړولو وتوانیدله اؤ لوبه یې وبائلله.

دپښتون لوبډلې سره په ننۍ لوبه کې شاهد اپریدی،ارپي سنګهـ،محمد عرفان،لائم ډاسن،کولنګ انګرام، انداری پلیجر،شفیق الله شفق،سهیل خان،شرف الدین اشرف،کیمرون،ډیلپورټ اؤ حافظ کلیم شامل دي .

همدغه شان نادرن وارئیرز سره لوبډله کې ډیرن سیمي،وهاب ریاض،نکولسن پورن، اندری رسل،ډیون اسمتهـ،روي بوپارا،رومن،پاول،کرس ګرین،هارډس ویلجیون،لینډل سائمنز،اؤ عمران حیدر لوبیږي.

د پښتون لوبډلې مشر شاهد اپریدي په خبریالانو ته ویلي چې دهغه لوبډله ننۍ کیدونکي فائنل لوبې ته بشپړه تیاري لري اؤ ټول لوبغاړي هیله من دي چې د ټي‌۱۰ اتلولي به ګټي.

هغه ویلي د کرکت ټي‌ ۱۰ سیالیو کې دکرکټ مینه والو زیاته خوښي ښودلې اؤ‌ دغه خوښۍ لوبغاړو ته حوصله ورکړې ده چې په دې سیالیو کې خپل غوره صلاحیتونه وښایي