د ډاکټر شکيل په قضيه کې نېټه بې له اورېدنې بدله شوه

د ډاکټر شکيل افريدي وکيل وايي، د افریدي په قضيه کې نن بيا اورېدنه ونه شوه او د تېر په څېر پکې يواځې نېټه بدله شوه.

وي او ای ډيوه ته په لېږلي پېغام کې د شکيل افريدي وکيل قمرنديم افريدي ويلي، د فاټا ټربيونل غېر فعاله کېدو له سببه ياده قضيه د راتلونکې کال ۲۰۱۹م د جنورۍ د ۳۱م پورې وځنډول شوه.

له دې وړاندې درېم اکتوبر د اورېدنې دپاره ټاکل شوی ؤ خو په هغه نېټه هم يواځې تاريخ بدل کړی شوی ؤ.

د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو سره د اړيکو په تور بندي ډاکټر په اړوند د روان کال د اګست په مياشت کې خبرونه مخې ته راغلي چې هغه د امنيتي اندېښنو له کبله د پېښور زندان نه د پنجاب ساهېوال زندان ته منتقل کړی شوی دی.

د اکتوبر په مياشت کې قمر نديم وي او ای ډيوه سره په خبرو کې تور لګولی ؤ چې ډاکټر د ساهېوال په زندان کې ځورول کيږي.

وکيل وايي د ۴۰ نه زیاتې اورېدنې وشوې خو قضيه مخ په وړاندې نه ځي.

په ډاکټر شکیل افريدي تور دی چې هغه د القاعده مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې د امریکايې استخباراتي ادارې (سي ايي ای) مرسته کړې وه.

خو نوموړی په رسمي ډول په دغه تورکې نا، بلکې د يوې ناقانونه ګرځول شوې ډلې سره د اړيکو په تور سزاوار شوی او په زندان کې اچول شوی دی.

افريدي ته په کال ۲۰۱۲م کې په قبايلي سیمه خېبر کې پوليټيکل ايجنټ د يوې وسله والې ډلې سره د مالي مرستو په تور د ۳۳ کالو د بند سزا اورولې کومه چې وروسته لس کاله راکمه کړې شوې وه.

تېره میاشت د پاکستان د بهرنیو چارو د وزير شاه محمود قرېشي نه د عافيه صديقي په بدل کې د ډاکټر شکيل د ازادولو د ګنګوسو پوښتنه شوې وه، خو قرېشي ويلي دا تشې اوازې دي هیڅ ډول وړانديز نه دی شوی.