په پښتونخوا کې د ګرانۍ له امله د بوټو د نرسریو کاروبار اغېزمن شوی

پېښور ــــ په پاکستان کې د زياتې ګرانۍ له وجې په پښونخوا صوبه کې د بوټو د نرسریو کاروبار اغېزمن شوی دی. د پېښور ځایي کاروباريان وايي چې د دوی په امدن کې ډېر کمی راغلی ځکه چې وایي عام ولس د ګرانۍ له وجې بوټي نه اخلي.

د بوټو يو ځايي کاروبار کوونکی برکت علي وایي، د تېلو او کيميايي سرې (کهاد) د قيمتونو له سېوا کېدو سره د هغوی کاروبار ډېر متاثره شوی دی او کوم بوټي به چې خلکو له نرسریو نه په ارزان نرخ وړل، هغه اوس د عام ولس د وس نه بهر دي.

"زموږ روزګار ډېر په ښکته را روان دی، مخکې به د میاشتې شل پینځویشت دېرش زره سودا کېده او اوس لس زره هم نه کېږي. په ګاډي کې یې راوړو، کرایه زیاته غواړي، په لفافه یې زاته خرچه راځي، ګمله ګرانه ده، خاوره ګرانه ده، هر شی یې ګران دی ځکه څوک بوټي ته غاړه نه ږدي".

د پښتونخوا د زراعت محکمې د شمېر تر مخه په صوبه کې په اتیا زره ايکړه ځمکه باندې د مېوو مختلف قسم باغونه کرل شوي دي او هر کال له دغو باغونو نه درې نيم لکه ټنه پيداوار اخيستل کېږي.

د يوې نرسرۍ مالک ملک غلام حضرت وايي، د نرسریو کاروبار ته په دې هم زيان رسېدلی چې په ځمکو باندې د کرکروندې او د مېوو د باغونو لګولو په ځای شتمن خلک ابادۍ کولو ته توجه کوي:

"خلک ځمکې ختموي فصلونه ختموي او د کورونو لپاره ټاونونه پکې جوړېږي، د باغونو ځمکه ورځ په ورځ کمېږي، فرض کړه پخوا به د باغ لپاره له موږ نه د الوچو لس زره ډکي خرڅېدل خو اوس یواځې د زرو په شاوخوا کې بوټي خرڅوو".

د سوداګرو په وينا له پېښور نه مختلف قسم بوټي د ملک د نورو برخو سره سره ګاونډيو هېواد افغانستان، ايران او عرب ملکونو ته هم وړل کېږي.

د پېښور په ترناب فارم کې د بوټو یو بل کاروبار کوونکی سيف الرحيم وايي، اکثره نرسرۍ له حکومت سره رجستړ نه دي، چې له وجې یې په مارکيټ کې غيرمعياري بوټي خرڅېږي او دغه غيرقانوني عمل د نرسریو کاروبار ته تاوان رسېږي:

"یو زمیندار په دې خبر نه وي چې له یوې نرسرۍ بوټي اخلي آیا دا بوټی تصدیق شوی که نه، نمونه یې سمه ده که نه، هغوی چې مالټه، الوچه، نشپاتی، خورماڼۍ او شفتالو کري نو بوټی یې له داسې کس نه یوسي چې تصدیق شوي بوټي ورسره نه وي، دوی یې چې و کري او څلورپینځه کاله پس مېوه ورکړي نو هغه بوټی میکس وخېژي، ځکه نو هغه زمیندار زړه ماتي شي او باغونه غوڅ کړي".

د پښتونخوا د کرنې د پراختیا د ادارې (ډي اې اي) يو اعلی چارواکي محمد خان وي.او.اې ډيوه ته وويل، چې د زياتره نرسریو مالکان او مزدوران بغير د څه زرعي تربيت نه نرسرۍ جوړې کړې دي، که چېرې هغوی د بوټو په اړه زرعي تربيت واخلي نو په صوبه کې د نرسریو کاروبار نوره وده هم کولای شي:

"د دوی نرسرۍ چې رجسټر شي نو دوی ته به په قاعده روزنه ورکول کېږي، چې په کوم موسم کې کوم بوټي باید په څه طریقه و کري، بل دا چې د بوټي خسمانه څنګه وکړي، بوټي له ناروغیو څنګه وساتي، کومې کومې سرې ورکړي او اوبه خور یې څنګه وکړي او اوس چې دا موسمي بدلونونه راځي په دغو کې د بوټو ژغورنه زده کړي".

د بوټو د نرسریو مالکان وايي، که حکومت دوی او له دوی سره کارکوونکو مزدورانو تا د کرنې نوې ټيکنالوجي او تربيت ورکړي نو دوی په لږ لګښت سره په نرسریو کې د بوټو په پيداوار کې زياتوالی راوستلای شي.