د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلع لکی مروت کې يو ځوان هلک او پېغله جينۍ د غېرت په نوم د علاقې خلکو په ډزو وژلي دي.
د لکي مروت د پوليسو په وېنا دا پېښه پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ په بېټني سب ډويژن علاقه کې رامنځته شوې ده.
د لکي مروت د تاجوړي پولیس تاڼې مشر (اې اېچ او) نياز محمد وي او ای ډيوه ته ويلي، دا ۲۵ کلن هلک او ۲۰ کلنه ارشاده بي بي د خان محمد کلي څخه په خپله خوښه تښتېدلي خو وروسته د کلي خلکو د ګمبلې په کلي کې نيولي وو.
هغه وويل وروسته دا هلک او جينۍ سب ډويژن بېټني چې مخکې اېف ار لکي مروت ؤ هلته بوتللي او په ډزو يې وژلي دي.
پوليس افسر وويل دا د غېرت په نوم وژنه ده او د وژل شوي هلک د پلار په مدعيت د نامالومو کسانو پرضد مقدمه درج کړی شوې ده.
د ځايي خلکو په وېنا دغه هلک په ملېشه ځواک کې سپاهي وو او جينۍ ورسره په خپله خوښه تللې وه.
ځايي خلکو ويلي د هلک او جينۍ جسدونه د هلک پلار ته ورکړی شوی او نن د جمعې په ورځ به يې خاورو ته سپاري.
په پاکستان کې وخت په وخت د غېرت په نوم وژنو پېښې رامنځته کيږي او د بشري حقونو تنظيمونه يې په کلکه غندنه کوي.
د بشري حقونو تنظيمونه وايي په پاکستان کې د غېرت په نوم وژنو او په ښځو د تشدد دپاره د قوانينو جوړولو ادعاوې کيږي او ځینې قوانين موجود هم دي خو په هغو عمل نه کيږي.
د پاکستان د بشري حقونو د چارو مرکزي وزیرې شېرین مزاري تېره میاشت سېنېټ ته په وړاندې کړي رپوټ کې ویلي ؤ، چې په تېرو پینځو کلونو کې په پاکستان کې ۵۳۱۲ ښځې وژل شوې دي.
شېرین مزاري ويلي چې په دغو کې ۱۵۴۸ ښځې د غېرت په نوم وژل شوي دي.
په پاکستان کې د بشري او ښځو د حقونو دپاره کارکوونکې ادارې وايي، د غېرت په نوم د وژنو زياتره پېښې نه رپوټ کيږي او ډېر خلک دغه ډول پېښې پټې ساتي او ډېرې ښځې بيا د خپلو حقونو څخه نه وي خبر ځکه هغوي هم غلې پاتې کیږي.