بلوچستان: په تربت کې 6 پوځیان وژل شوي او د کېپټن په ګډون 14 ټپیان شوي

واشنګټن ډي سي ــــ د ایران پولې ته نیژدې د بلوچستان په تربت سیمه کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ نښته شوې چې د چارواکو په وینا 14 امنیتي پوځیان پکې وژل شوي او د یوه کېپټن په ګډون 13 پکې ټپیان شوي دي.

د امنیتي ځواکونو یوه چارواکي رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه نن د جمعې په ورځ د کېچ ضلعې له مرکز بلېدې څخه د پینځوس کیلومیټره په فاصله د تربت سیمې په واکۍ سیمه کې شوې ده.

چارواکي وایي د امنیتي ځواکونو یوه قافله روانه وه او د ابدویي په نامه یوې امنیتي پوستې ته یې وسله اخیستې وه، چې ناڅرګندو وسلوالو ورباندې ډزې پیل کړې او بیا د امنیتي ځواکونو له خوا هم ځوابي ډزې ورباندې پیل شوې.

امنیتي چارواکي وایي په نښته کې د دوی شپږ پوځیان ځای پر ځای وژل شوي. وایي وژل شوي او د کېپټن په ګډون ټول څورلس ټپي پوځیان یې سمدستي په هیليکاپټر کې د تربت ضلعي روغتون ته وړي دي، چې وایي هلته د ټپیانو درملنه روانه ده خو دا نه دي ویل شوي چې ټپیان په څه حالت کې دي.

امنیتي ځواکونو تر پېښې وروسته په سیمه کې پلټنې پیل کړې، خو تر اوسه یې د پېښې په تړاو څوک نه دي نیولي. چارواکي شک څرګندوي چې پر پوځي قافله دا برید به بلوڅو وسلوالو کړی وي، خو سمدستي د پېښې ذمه واري کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې.

د ایران پولې ته په نیژدې سیمو آواران، کېچ او پنجګور کې د بلوچستان لبرېشن فرنټ (بي ایل ایف) او بلوچ رپبلکن آرمي (بي ایل اې) په نامه د خپلواکي غوښتونکو بلوڅان وسلوال سازمان فعاله دی، چې وخت په وخت پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د بریدونو ذمه واري پر غاړه اخلي.

د بلوڅو وسلوالو خپلواکي غوښتونکي سازمانونه په بلوچستان کې اکثر پر حکومتي ودانیو او امنیتي ځواکونو د بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخلي، د دې تر څنګ دوی هلته په وار وار پر هغو مزدورانو د بریدونو ذمه واري هم منلې چې تړاو یې له پنجاب ایالت سره وي.

په تېره نومبر میاشت کې چې په کراچۍ کې د چین پر کونسلګرۍ برید وشو او اووه تنه پکې و وژل شول، د هغه ذمه واري هم بلوچستان لبرېشن آرمي پر غاړه اخیستې وه او دعوه یې کړې وه چې دغه برید د دوی درې تنو وسلوالو کړی وو.

د بلوڅو وسلوال سازمانونه د چین-پاکستان له اقتصادي منصوبې (سیپېک) سره هم کلک مخالف دي او وایي چې له دې سره به بلوڅان په ګوادر کې په اقلیت بدل شي. دوی چین ته هم خبرداری ورکړی چې که له دې منصوبې پر شا نه شي، نو دوی به ورباندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د بلوچستان تېر صوبايي حکومت له وسلوالو بلوڅانو سره د خبرو هڅه وکړه او د هغه وخت وزیراعلی ډاکټر مالک بلوڅ له جلاوطنه بلوڅو سیاستوالو سره هم ولیدل، خو دغه خبرې په رسمي توګه پر مخ نه لاړې.