طالبانو سپیناوی کړی چې دمتحده عرب اماراتو په غونډو کې یې افغانستان کې دلنډمهاله حکومت جوړؤلو اؤ افغان دولت سره د اوربند په هکله خبرې اترې نه دي کړي.
ابوظهبي کې دامریکایي استازي زلمي خلیل زاد،افغان دولت،قطر اؤ متحده عرب اماراتو داستازو د روانو ناستو پشپړ جذئیات لا تر دې دمه په رسمي ډول رسنیو ته نه دي ورکړل شوي خو یو شمیر نړیوالو مطبوعاتو دعوې کړي چې دغو ناستو کې دلنډ مهاله حکومت په جوړیدو اؤ اوربند هم خبرې اترې روانې دي.
دطالبانو لخوا دچهارشنبې په ورځ د ابوظهبي د ناستو په اړوند خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي ابوظهبي کې امریکایي پلاوي سره افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړوند خبرې روانې دي، په اوربند یا لنډ مهاله حکومت هیڅ خبره نه ده شوې.
تر دې وراندې چې تیره میاشت هم کله افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې طالبانو سره خبرې کړې وې نو په مطبوعاتو کې داسې راپورونه خپاره شوي وؤ چې طالبان غواړي د پخواني باچا ظاهرشاه د نزدې ملګري عبدالستار سیرت په مشرۍ یو لنډ مهاله حکومت جوړ اؤ د ولسمشرۍ راتلونکې ټولټاکنې باید تر څه وخته وځنډول شي.
خو پرهاغه مهال هم طالبانو ویلي وؤ چې هغوئ په لنډ مهاله حکومت اؤ ټولټاکنو هیڅ رقم مزاکرات نه دي کړي.
امریکایي استازي زلمي خلیل زاد افغانستان کې دسولې دهڅو پیل کولو راپدیخوا په ګڼو موقعو خواهش څرګند کړی چې افغانستان کې باید ټول اړخونه د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو څخه دمخه سوله عملي کړي ترڅو طالبانو ته هم دغو ټاکنو کې دبرخې اخستلو موقعه په لاس ورشي.
خو تیره اوونۍ کابل کې یوې ډلې سره دلیدلو پرمهال افغان ولسمشر اشرف غني ویلي وؤ چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به پخپل وخت کیږي.
طالبانو افغان دولت سره د سولې لړ کې تر ټولو ستر شرط افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل اېښودی دی خو افغان دولت دریځ لري چې طالبان دې لمړی سولې اؤ اوربند ته حاضر شي اؤ هرکله چې سوله وشي بیا نو دبهرنیو ځواکونو افغانستان کې موجودیت ته اړتیا نه پاتې کیږي.
امریکایي استازی زلمی خلیل زاد د تیرو دریوؤ ورځو راهسې متحده عرب اماراتو کې دطالبانو،افغان دولت،قطر اؤ متحده عرب اماراتو استازو سره افغانستان کې دسولې په خبرو بوخت دی اؤ پداکستان وزیر اعظم عمران خان وایي چې ددغو خبرو زمینه پاکستان مساعده کړې ده.
دافغانستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند اوړمه ورځ پخپل یو بیان کې دپاکستان دهڅومننه کړې وه خو ورسره یې دپاکستان نه داغوښتنه هم کړې وه چې دسولې دپاره باید نور ګامونه هم واخلي.