زلمي خليلزاد د هندي چارواکو سره د افغان سولې په سر خبرې کړي

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ویلي، د افغان سولې په اړوند يې د هندي چارواکو سره خبرې کړي دي.

خليلزاد نن د خالي، شنبې په ورځ په ټويټر ویلي د هندي چارواکو سره يې وليده.

"زمونږ هېوادونه د افغانستان سره اوږد مهاله ژمنې لري. مونږ په دې وغږېدو چې څنګه په افغانستان کې تل پاتې سوله راتلی شي، او د دوه اړخیزه او سيمه ييزه ممکنه همکارۍ په مرسته مو هم خبرې وکړې".

خلیلزاد د اتمې جنورۍ نه تر ۲۱ جنورۍ پورې د هند، افغانستان، پاکستان او چين په سفر دی.

ټاکل شوې له دې وروسته به نوموړی د افغانستان، پاکستان او چين سفر وکړي.

د خليلزاد د هند د سفر په اړوند د زيارت، پنجشنبې په ورځ د هند د بهرنيو چارو وزير رويش کمار ویلي ؤ،

"د هند د بهرنيو چارو وزيرې سشماسوراج د افغان سولې دپاره د امریکايي صدر د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره وليدل او دواړو فريقېنو د افغانستان د سولې په لړ کې د هڅو په اړوند خپل نظرونه شريک کړل".

د زيارت په ورځ د هند پوځي مشر جنرل بپن راوت هم ويلي ؤ چې د طالبانو سره د سولې په خبرو کې دې هند هم شامل کړی شي.

د هند دوه استازو تېر کال په ماسکو کې د طالبانو سره په خبرو کې ګډون کړی ؤ.

په عېن حال کې د افغانستان د سولې د بهير په اړوند افغان استازو د پاکستاني چارواکو او سياسي مشرانو سره هم ليدنې کړي دي.