ګل پاڼه دفرمان شاعر دشاعرۍ په هکله څه وایي ؟

په سوشل میډیا نن سبا د صوابۍ د یو ماشوم فرمان کسکر د شاعرۍ درز خور دی اؤ که چرته د ورځې په لسګونو خلک شعرونو اوریدلو دپاره دهغه کلي ترکي صوابۍ ته ورځي نو هلته دپښتو لویه سندرغاړې ګل پاڼه هم دفرمان د شاعرۍ نه خوندونه اخلي اؤ وایي کله چې هم دهغه شعرونه اوري نو له خنده ورپسې شنه شي.

وائس اف امریکا ډیوه سره خبرو کې ګل پاڼې ویلي په لمړي ځل ورته د فرمان شعر (ظالمې زړه خو دې نو نه خو خوږیدو خو نو نه) سندرغاړي همایون لیږلی ؤ اؤ ددغه شعر په اوریدو یې دومره ډیر خاندلي وؤ چې حد یې نشته.

ګل پاڼه وایي “همایون راته وې دا به زما اؤ ستا راتلونکې سندره وي اؤ ما چې هغه شعرونه واوریدل نو توبهـ توبه دومره مې خندلي وؤ چې سم ډير”

سندرغاړې ګل پاڼه زیاتوي “اوس هم راته ملګري په واټس اپ د فرمان شعرونه رالیږي خو په هغه اولني شعر کې چې یې کومه مزه اؤ وریجنیلټي(رېښتونې احساس) وه په اوسنیو شعرونو کې یې هغه هومره مزه نشته”

ګل پاڼه وایي “اصل کې په موجوده دور کې دخلکو غمونه اؤ پرېشانۍ دومره سیوا شوي دي،چې وړوکې نه وړه ټوکه یا مزاح یې په طبع ښه لګي اؤ‌ خوند ترې اخلي ځکه نو کله چې په سوشل میډیا داسې مزاحیه ویډیوز مخې ته راځي خلک یې ډير خوښوي وي”

فرمان کسکر نومې شاعر روانه میاشت یو ناساپه وروسته له هغې په سوشل میډیا زیات شهرت وموندلو چې د شړشمو په یو پټي کې جوړه کړې د مزاحیه شعرونو ویډیو یې مخې ته راغله

فرمان د ۱۵ؤ کالو زلمی دی، په اووم ټولګي کې زده کړې کوي اؤ دخپلې شعر وشاعرۍ دپاره په ځان هیڅ رقم فني اؤ ادبي قیدونه نه مني.

دهغه په في البدیع شاعرۍ کې نه خو قافیه اؤ ردیف وي اؤ نه وزن بهر، بلکې په خیال کې یې هم هیڅ تسلسل نه وي خو چې څه په خوله ورشي هغه وایي اؤ خلک یې په دغه فطري انداز پسې ډير زیات خاندې.