په کراچۍ او ملتان کې د پي ټي اېم پينځه غړي نيول شوي

په کراچۍ او د پنجاب صوبې په ملتان ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پينځه غړي نيول شوي، په ملتان کې نيول شوي دواړه وروڼه او زده کوونکي دي.

په ملتان کې نيول شوؤ وروڼو د ارمان لوڼي د وژنې پرضد په احتجاجي مظاهره کې ګډون کړی ؤ. د راپورونو ترمخه د ملتان پوليسو د ۲۰ کسانو پرضد مقدمه درج کړې ده.

د کومو کسانو پرضد چې دا مقدمې درج شوي په دوي کې زياتره پښتانه او په بېلابيلو تعليمي ادارو کې زده کړې کوي.

سميع خان چې پرضد یې مقدمه درج شوې وي او ای ډيوه سره په خبرو کې يې ويلي، دوي د ارمان لوڼي په بې دردۍ د وژنې پرضد د ملتان پرېس کلب مخې په پرامنه توګه احتجاج کړی ؤ.

د نيول شوؤ او نورو کسانو وکيل اسلم ويلي د يو تن ضمانت منظور کړی شوی او د نورو د ضمانت دپاره هڅې روانې دي.

بل لور ته په کراچۍ کې د پي ټې اېم مشران وايي تېر ماښام په سرجاني ټاؤن سيمه کې د دوي درې غړي نيول شوي دي.

د پي ټي اېم د کراچۍ يو مخکښ مشر محمد شېر محسود وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل، په تېسر ټاؤن کې د پي ټي اېم غونډه روانه وه او په دغه مهال ملا محمدطاهر، سیدعلي شاه او صديق خان پوليسو او رېنجرو نيولي دي.

هغه وويل دا درې واړه کسان نن عدالت ته بوتلل شوي خو ضمانت يې نه دی منظور شوی او بيرته د سرجاني ټاؤن تاڼې ته لېږل شوي دي.

محمد شېر زياته کړه د دغو کسانو پرضد د سړک بندولو مقدمه درج شوې او دوي هيله مند دي چې سبا د شورو، چهارشنبې په ورځ په ضمانت خوشي شي.

په کراچۍ کې له دې وړاندې هم د پي ټي اېم د يو مخکښ فعال عالمزېب محسود سره درې نور غړي نيول شوي او په جېل کې بندي دي.