دنازیه اقبال په لوڼو دجنسي تیري جرم کې دهغې رور ته دمرګ سزا وارؤل شوه

دپښتو ژبې د وتلې سندرغاړې نازیه اقبال ورور افتخارعلي ته د پینډۍ یوې سیمه ییزې محکمې دهغې د دوؤ ماشومانو لوڼو سره د جنسي تیري په جرم کې دوه ځله دتیزندۍ اؤ شپږ لکو روپو د جرمانې سزا اورولې ده.

نازیه اقبال وایي دعدالت‌ په دغه پرېکړه ډیره خوشحاله ده اؤ په دې باوري ده چې خپل رور به یې تیزندي شي خو د نورو ډیرو ماشومانو جینکو عزتونه به په راتلونکی کې محفوط پاتې شي.

د تیرکال داپریل میاشت کې سندرې غاړې نازیه اقبال په رسنیو اؤ سوشل میډیا ویلي وؤ چې دهغې په دوؤ ماشومانو لوڼو دهغې سکه ورور افتخار جنسي تیری کړی .

نازیه اقبال دخپل ورور په ضد دپینډۍ په روات پولیس تاڼه کې درج کړل شوي ایف ایي ار کې ویلي وؤ چې دهغې ورور افتخار د تیر یو نیم کال راهسې د هغې په لوڼو جنسي تیری کولو خو دغه ماشومانې یې ویرؤلې وې چې چاکه چاته یې حال وویلو نو مړې به یې کړي.

وروسته چې کله پولیسو دجنسي تیري په تور تورن د نازیه اقبال یوویشت کلن رور پولیسو ونیولو نو میډيکل رپورټ اؤ ډي این ای ټیسټ څخه ثابته شوه چې افتخارعلي دهغې په ماشومانو جنسي تیری کړی دی.

دنهې په ورځ د راولپنډۍ په ضلعي محکمه کې د نازیه اقبال د ورور افتخارعلي په ضد د دوسیې اوریدنه شوې اؤ دمحکمې قاضي د جرم په ثابتیدلو مجرم افتخارعلي ته د ووه کرته تیزندۍ اؤ شپږو لکو روپو جرمانې سزا واوروله.

خپل رور ته د مرګ له سزا اورؤل کیدلو وروسته وائس اف امریکا ډیوه سره ځانګړو خبرو کې نازیه اقبال وویل زه نن ډیره خوشحاله یم چې “حق” وګټله.

دنازیه اقبال په وینا” ماپسې ډیرو خلکو خبرې وکړې،سپکې سپورې یې راپسې وویلې چې نازیه اقبال هسې ځان سپک کړو خو ما په اصل کې د یوې مور کردار ادا کړو”

نازیه اقبال وایي زما د لوڼو عزت خو لیلام شو خو ما نه غوښتل چې په راتلونکي کې دنورو میندو د وړو ماشومانو عزتونه داسې په ناترسۍ لوټ شي اؤ یوازې له دغه خاطره مې یو اوږد عدالتي جنګ وکړو اؤ اخر الله تعالي بری رابرخه کړو.

د نازیه اقبال یوه لور لس کلنه اؤ بله شپږ کلنه ده اؤ نازیه اقبال وایي چې اوس هم د هغې لوڼه په خوب کې وریري هغې ته چغې وهي چې “ماما به راشې مونږ به مړې کړي.