پاکستان ټرانسپورټران وایي افغان غاړې ته د زرګونو لاریو درېدو درانه مالي زیانونه ور اړولي

واشنګټن ــــ په تورخم کې پاکستاني تاجران، ټرانسپورټران او د کسټم کلېرنګ ایجنټان تور پورې کوي، چې افغان سرحدي او د کسټم چارواکو یې په خپله خاوره کې زرګونه خالي او ډکې لارۍ درولې دي، چې وایي له کبله یې دوی ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

دوی تور لګوي چې افغان چارواکو ورباندې زیات ټیکسونه لګولي، چې وایي له کبله یې دوی له نور تاوان سره مخ شوي او په نتیجه کې یې د دواړو څنګلورو هېوادونو دوه اړخیز تجارت ته لوی تاوان رسېدلی دی.

ځایي تاجران او ټرانسپورټران وایي، دا مهال د افغانستان غاړې ته د تورخم په میدان خوړ کې تر 3000 زیات له کولې او شاوخوا 2000 له سوپ سټون (صابون کاڼي) ډکې او سلګونه نورې له تازه مېوو او سبزیو ډکې او د پاکستاني توکو تللې خالي لارۍ هم له تېرو څو اوونۍ ایسارې دي.

تاجران او ټرانسپورټران تور لګوي چې د دواړو هېوادونو د حکومتي چارواکو غیرسنجده رویې دوی له سختو ستونځو او درنو مالي تاوانونو سره مخ کړي دي.

له افغانستانه پاکستان ته کوله راوړونکی یو ځایي تاجر تېمور شینواری وایي، د پاکستان او افغانستان تر منځ تجارت اوس د سیاست ښکار شوی دی:

"د دواړو ملکونو تجارت دومره د نقصان خواته روان دی چې بېخي صفر ته را ټیټ شوی دی، ځکه چې دواړه د یو بل په ضد راغلي دي، تجارت سیاست ته و ووت. موږ ته څوک توجه نه راکوي او کاروبار خرابېږي".

پاکستاني تاجران وایي د افغانستان له اړخه پاکستان ته د راتلونکو له تجارتي توکو د ډکو لاریو لپاره هیڅ طریقه کار نه دی جوړ شوی او چې کوم تاجر یا ټرانسپورټر د ګمرک یا پولې چارواکو ته له مخکې نه د خاکپولۍ په نوم نافذ کړی ټیکس ورکړي، هغه ته پاکستان ته د راتلو اجازه ورکول کېږي.

تېمور شینواری وایي، د ډکو او خالي لاریو د ټیکس بېله بېله بیه د تجارتي توکو په اړوند ټاکل کېږي، چې وایي له دېرش زره تر یو لک شل زره روپیو پورې اخیستل کېږي:

"په دې کې ټرانزټ مالونه وي چې له دولتونو سره یې قراردادونه کړي وي او باید ایسار نه شي، خو نه پاکستان او نه هم افغانستان دې ته توجه کوي او موږ د دواړو هېوادونو له چارواکو سره کښېستي یو خو یو یې هم حل نه را باسي".

پاکستاني تاجران او ټرانسپورټران په داسې وخت کې له افغان چارواکو دوه اړخیز تجارت ته د زیان رسولو شکایت کوي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان وزیراعظم عمران خان له افغانستان سره د تجارت د پراختیا اعلان کړی وو.

عمران خان ویلي یې وو چې د تورخم پوله به د پخوا په نسبت اوس څلرویشت ګنټې د تجارت لپاره پرانیستې وي او له سامانونو بار لارۍ به په بیړنۍ توګه کلېر (صفا) کېږي او تر پولې به تېرېږي، خو پاکستاني تاجران وایي چې د وزیراعظم دا امر لا هم نه دی عملي شوی.