دمهمندو دپېښې مقدمه درج کړل شوه،دمشرانو لخوا بیا داحتجاج پیل کولو اعلان

په مهمند قبائیلي ضلعه کې دېوې پښتنې میرمنې لخوا د کور دبې ستره کولو په هڅه کې د وژل شوي امنیتي عسکر د وژلو مقدمه دنامعلومو خلکو په ضد درج کړل شوې ده.

دسیمې مشران وایي دمقدمې په درج کولو ورسره د شوي تړون نه سرغړونه شوې اؤ هغوئ به اوس یو ځل بیا په احتجاج لاس پورې کوي

د مهمند قام دیو شمیر مشرانو له مخې د روانې میاشتې په لمړۍ نېټه دمهمندو په صافي تحصیل مامد ګټ کې د ایف سي یو عسکر غوښتل دخپل نفساني خواهش پوره کولو دپاره یو کور ته ورننوځي خو ددغه کور دننه موجودې میرمنې په هغه ډزې وکړې اؤ وئ وژلو.

ددې پېښې په ضد د مهمند سیمې خلکو کوټلی احتجاج کړی ؤ چې وروسته چارواکو سره دخبرو په نتیجه کې دغه احتجاج دیو تړون په اساس ختم کړل شوی ؤ اؤ دسیمې یو مخور سیاسي مشر ښاغلي نثار مومند وائس اف امریکا ډيوه ته ویلي چې په دغه تړون کې دا خبره دټولو سر کې وه چې ددې پېښې مقدمه به نه درج کیږي.

په ټولنیزو رسنیو دغه پېښې ته ټوله نړۍ کې میشتو پښتنو کلک غبرګون ښودلی اؤ دپاکستان دامنیتي ادارو لخوا دخلکو دکورونو دستر ماتولو عمل یې غندلی دی.

ددې ترڅنګ په ټولنیزو رسنیو د یادې میرمنې مړانه ستائیل کیږي اؤ په سوؤنو پښتنو هغه د مومندې ملالې په نوم نومولې ده.

داحتجاج ختمیدلو دپاره دشوي تړون برعکس تیره ورځ ددغه پېښې ایف ایي ار د بره مومندو په پولیس ټاڼه کې دنامعلومو کسان په ضد درج شوی.

ایف ایي ار کې د وژل شوي عسکر پیژندلو دمحمد شریف ولد خوشحال خان په نوم شوې ده اؤ ویل شوي چې هغه دکوهستان سیمې اوسیدونکی ؤ خو په مامد ګټ صافي تحصیل کې یې ډیوټي کوله.

پولیسو په ایف ایي ار کې ددغه پېښې جزئیات پټ ساتلي اؤ یوازې دومره یې لیکلي چې دبره مومندو د تاڼې محرر ته اطلاع ورکړل شوې وه چې په سیدخان کور مامدګټ سیمه کې د امین خان دکور ترڅنګ یو امنیتي عسکر وژل شوی دی.

په دغه ایف ایي ار کې نه خو دا ویل شوي چې دغه عسکر ولې وژل شوی اؤ نه پکې دا وضاحت شوی چې چا وژلی دی؟

د ایس ایچ او سردار حسین په خواست درج شوي دغه ایف ایي ار کې یوازې دومره ویل شوي چې کله پولیس دپېښې ځائ ته ورسیدل نو وئ لیدل چې دمحمد شریف په نوم عسکر د نامعلوم ملزم یا ملزمانو په ډزو وژل شوی.

دمهمند ضلعې وتلي سیاسي مشر ښاغلي نثار مهمند وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي چې کله دا ناوړه پېښه وشوه نو دمهمندو بیلابیلو قامونو خپل احتجاج په دې باور ختم کړی ؤ چې ددې پېښې ایف ایي ار به نه درج کیږي اؤ نه به هم کومه قانوني کارروایي کیږي خو اوس امنیتي ځواکونه اؤ چارواکي له خپلې ژمنې پشا شوي دي.

هغه وویل اندېښنه ده چې له مقدمې درج کیدلو وروسته کله پولیس پلټنې پیلوي نو داغیزمنې میرمنې نوم به مخې ته راوړي اؤ دهغې دنیولو هڅه به وشي چې دا به دټولو پښتنو سپکاوی وي.

نثار مهمند وویل “مونږ ته د سیمې نه دپارلیمان منتخب غړي ساجد مهمند ضمانت راکړی ؤ چې ددې پېښې مقدمه به نه درج کیږي اؤ په کوم کور کې چې دغه پېښه رامنځته شوې وه دهغې نه دپولیسو لخوا وړل شوی سامان به هم بیرته ورکول کیږي خو اوس چارواکي دخپل تړون نه پشا شوي دي”

هغه وویل له دې وروسته به دمهمندو ټول قامونه راټولیږي اؤ د پارلیمان دغړي ساجد مهمند دکور مخې ته به احتجاج پیلوي اؤ ترهغې به دغه احتجاج دوامداره وي ترڅو چې یاده مقدمه ختمه کړل شوې اؤ د مهمند قام سره شوی تړون عملي کړل شوی نه وي

د نثار مهمند په وینا په تړون کې دا خبرې هم شامل وې چې پولیس کله سیمه کې دچا په کور چاپه وهي نو دکلي ملکان اؤ سپین ږیري به دځان سره ملګري کوي اؤ پخپل سر به دچا په کورونو نه ورخیژي.