پروسکال کراچۍ کې دپولیسو په یوه جعلي مقابله کې د وژل شوي پښتون ځوان نقیب الله مسید دپلار وکیل محکمې ته ویلي چې دنقیب الله وژنه کې ککړ طاقتور خلک اوس دنقیب پلار ته هم ګواښونه کوي چې له دې وروسته محکمې دنقیب مسید دپلار دامنیت باوري کولو امر کړی دی.
دنقیب مسید پلار ته د خالي یا شنبې په ورځ محکمې ته وړاندې کیدل اؤ دنقیب په وژنه دتورن پولیس افسر راؤ انوار اؤ دهغه دنورو ملګرو په ضد بیان ورکول وؤ خو هغه دنوموړي وکیل وایي چې هغه دشوؤ ګواښونو له امله محکمې ته نه دی وړاندې شوی.
نقیب الله تیرکال دجنورۍ په میاشت کې په کراچۍ ښار کې دپولیسو لخوا په یوه جعلي مقابله کې وژل شوی ؤ چې وروسته دپولیسو مشر راؤ انوار هغه دترهګر په نوم یاد کړی ؤ خو ددغو پېښو دپلټنو دپاره جوړ شوي کمیشن دپولیسو مقابله جعلي اؤ نقیب مسید بېګناه ګرځولی ؤ.
دنقیب مسید د وژنې مقدمه دپولیسو دپخواني مشر راؤ انوار،د دي ایس پي قمر احمد شیخ اؤ ۲۵ؤ نورو پولیسو په ضد درج کړل شوي چې هغې کې ځینې نیول شوي اؤ ځینې نور مخروران دي.
پخوانی پولیس افسر راؤ انوار چې ددغه پېښې مرکزي کردار دی دا مهال محکمې په ضمانت خوشی کړی اؤ څېړونکي وایي چې هغه دپاکستان دپوځي اؤ امنیتي ادارو ترڅنګ دیو شمیر سیاسي مشرانو سره پیاوړې اړېکې لري اؤ له دغو اړیکو په استفاده غواړي چې دنقیب مسید پلار سولې ته مجبور کړي.
دشنبې په ورځ په کراچۍ کې دترهګرۍ دمخنیوي دمحکمې جج ددغه دوسیې د اوریدنې په لړ کې د نقیب مسید پلار ملک خان محمد محکمې ته بللی ؤ ترڅو د تورنو کسانو په ضد خپل بیان ریکارډ کړي خو هغه محکمې ته نه دی وړاندې شوی.
دهغه وکیل صلاح الدین احمد څو ورځې وړاندې محکمې ته ورکړې یوه عریضه کې ویلي وؤ چې دنقیب مسید پلار ته دتورنو کسانو دملګرو لخوا سخت ګواښونه کیږي اؤ دبیلابیلو لارو پرې فشار راوړل کیږي ترڅو محکمه کې خپل بیان ریکارډ نه کړي.
نوموړي وکیل محکمه کې ویلي چې څو کرته وړاندې یې هم له محکمې غوښتي چې باید دنقیب مسید پلار، ددې مقدمې ګواهانو اؤ وکیل ته تحفظ ورکړل شي خو تر اوسه په دې اړوند هیڅ سنجیده ګامونه نه دي اخستل شوي.
وروسته محکمې د وکیل په غوښتنه پولیسو ته امر وکړو چې دنقیب مسید دپلار، وکیل اؤ ددې مقدمې د ټولو ګواهانو امنیت باوري کړي.