شناختی بحران ایک بیماری ہے. دا د پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور هغه ټويټ دی چې په ټوېټر پرې تود بحث روان دی او په ځواب کې ورته ويل کيږي چې په اصل نسل وياړ کول نه بلکې د ځان نه انکار کول لويه ناروغي ده.
هسې خو په دې ټويټ کې هم ښاغلي جنرال غفور ځان ته پخپله ځواب ويلی چې د پېژندګلو نيشتوالی يوه ناروغي ده، ځکه چې د بحث کونکو په وينا بيا خو د مسلمان نومې قام په سر د هند نه د بيلېدلو فيصله هم د پوښتنو سره مخ کېدای شي.
دجنرال صېب ټويټ ته په ټوېټر ډېر څه ليکل شوي او نچوړ يې دا راووځي چې د پوځ وياند پخپله هم د خپلې خبرې په پيغام سوچ نه دی کړی او د ګڼ قاميزه پاکستان حقيقت يې له پامه غورځولی.
موجوده پاکستان څلور صوبې لري چې د ملک په ايين کې د سند، پنجاب، بلوچستان او خيبر پښتونخوا په نوم يادې شوي. د بلوچستان نامه په خپل ځای خو دغه صوبه کې بلوڅان يواځې نه اوسېږي. د پاکستان د سر شمېرنې له مخه هلته د پښتنو او بلوڅو ابادي نزدې يو هومره ده.
دا صوبې د سندهي، بلوچ، پنجابي او پښتون قامونو په نوم ځکه يادې شوي چې رياست د دې قامونو شتون مني او دې جوړخت ته په ايين کې فيډريشن اف پاکستان وايي.
جنرال غفور ولې دې بحث ته راودانګل؟
کله چې د پښتونخوا د مومندو سيمې لس کلنه ماشومه فرشته د جينسي تېري وروسته په ځناورتوب ووژلی شوه او پښتنو او د بشري حقونو نورو فعالانو په سوشل ميډيا شور پورته کړو چې اسلام اباد پوليس د فرشته مومند د کورنۍ سپکاوی کړی او څه ټي وي چينلونو د صحافتي اقدارو نه سر غړونه کړې ده.
د ای ار وايي ټي وي چينل د دې بحث بنياد کېښود کله چې د ای اين پي د مومندو مشر نثار مومند د فرشته مومند د مړي موندلو وروسته د انصاف غوښتلو غږ پورته کړو او ورسره بيا پي ټي ايم دا غږ بدرګه کړو نو په ای ار وايي دا ټېکرې وچلېدې چې فرشته خو افغانه وه او د هغې د پلار ګل نبي د مومندو ضلعې سره هيڅ تعلق نشته.
په ټوېټر پښتنو د فرشته سره د يوالي په خاطر د “زه هم افغان يم” او “بايکاټ ای ار وايي” ټرېنډ وچلولو.
بحث د قامونو او ملکونو تر ورانېدو او جوړېدلو ورسېد چې نتيجه يې د پاکستان جوړخت او د شتون پوښتنې ته لاړه.
ښکاري چې جنرال اصف غفور هم دغه فکر کړی وي پښتانه څنګه ځان ته افغانان وايي چې شناختي کارډ پاسپورټ يې د پاکستان دي نو کېدلی شي دا ورته غداري ښکاري.
د پوځي وياند ټويټ ته د ځينو پښتنو څوابونه:
پښتون دانشور او د پيپلز ګوند جنرل سېکرټري فرحت الله بابر د جنرال اصف غفور په ځواب کې ليکي چې، که چرې پوځي چارواکي د افغان بادشاهانو نومونه لکه غوري، غزنوي او ابدالي په خپلو توغندو ږدي نو د ملک وفادار دي خو که څوک د خپل اصل نسل په بنياد ځان ته افغان وايي نو هغه غدار دی؟ د حب الوطنۍ دا ټېکداران هم کمال کوي.
علي وزير چې د پي ټي ايم يو مهم غړی او د سويلي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی دی جنرال اصف غفور ته په ځواب کې وايي، راشه کنه! چې ماته ستا په ګجر، ارايين، بټ او رای په نسلي نومونو څه تکليف نه رارسي نو تاته زما د افغان په اصل نسل څه تکليف دی؟
ما مخکې هم ويلي او بيا يې وايم چې دا د محب وطن سندونه دې په جيب کې کېږده.
جنرال اصف غفور ته يو بل سياسي مبارز او څېړنکار خان زمان کاکړ ليکي، مونږ د کوم قامي بحران سره نه يو مخ بلکې دا ناروغتيا تاته لګېدلې ده چې کله دې قام پاکستانی کوې او کله يې مسلمان کوې. کله يوه فرقه او کله بله، کله مرد او کله پوځي، کله د امريکې يار او کله د چين. کله د محمد بن قاسم سره خپله پېژندګلو تړې او کله د سرسيد او د اقبال سره.
د بشري حقونو غوښتونکی تحريک پي ټي ايم چې د کله نه راپورته شوی نو د پښتنو سره د پوځ د لاسه د شوي سلوک په سر ورسره د پاکستان پوځ نېغ په نېغه هم خبرو اترو ته او هم تورونو لګولو ته راميدان ته شوی.
د پي ټي ايم غوښتتې چې د پاکستان پوځ او سياسي ګوندونه ورته اييني او قانوني وايي، د پي ټي ايم د مشرانو په وينا لا نه دي منل شوي خو د پوځي چارواکو دعوه ده چې د پي ټي ايم ډېرې غوښتنې منل شوي او پوره کړل شوي دي.
څېړنکاران وايي د پاکستان پوځ د پي ټي ايم په جلسو کې د لر او بر يو افغان په چغه ډېر بد مني او بله پرې د منظور پښتين خلۍ ډېره بده لګي.
د ګلګت بلتستان ځايي حکومت د منظور پښتين ټوپۍ په پسرولو بندېز لګولی او په نور پاکستان کې هم پوځ او هم پوليس يې په چک پوسټونو او ناکو د خلکو د سره کوزوي.
جنرال اصف غفور په دې هم شک څرګند کړی و چې د منظور پښتين ټوپۍ د افغانستان نه ولې راځي؟ که هر څو هم د منظور پښتين اصلي ټوپۍ د افغانستان ده خو په حقيقت کې دا خلۍ اوس په پاکستان کې جوړيږي.