قبائیلي ضلعو کې دپوځ دڅارنې لاندې په ټولټاکنو اپوزیشن اندېښنې ښودلي

دپاکستان دټولټاکنو کمیشن پرېکړه کړې چې په ۲۰مه جولایي دخیبر پښتونخوا قبائیلي سیمو کې دصوبایي اسمبلۍ دپاره کیدونکې ټولټاکنې به د پوځ دڅارنې لاندې کولی شي اؤ رائیو وروکولو دمرکزونو دننه اؤ بهر به پوځيان ودرؤل کیږي.

خو اپوزیشن ګوندونه دټولټاکنو دکمیشن دا ګام دانتخاباتو دمتنازعه کولو په معنا بولي اؤ دخیبر پښتونخوا حکومت وایي دپوځ دڅارنې لاندې به ټولټاکنې دهر رقم ټکې اؤ بدامنۍ نه په پاک ډول وشي.

په پاکستان کې تیرکال په۲۵مه جولایي ترسره شوې عام ټولټاکنې هم دپوځ دڅارنې لاندې شوې وې چې وروسته اپوزیشن ګوندونو دغو ټولټاکنو کې دبدترینې ټګۍ تورونه لګولي وؤ.

دجمعې په ورځ دټولټاکنو کمیشن خپله یوه اعلامیه کې ویلي چې په ۲۰مه جولایي قبائیلي ضلعو کې د صوبایي اسمبلۍ د۱۶ؤ چوکیو دپاره به هم ټولټاکنې دپوځ دڅارنې لاندې کولی شي.

دټولټاکنو کمیشن وایي پوځیان به د رائیو ورکولو دپرچو چاپ کولو اؤ ددغو پرچو د رائیو مرکزونو ته د رسولو ذمه واري په غاړه لري اؤ ددې ترڅنګ به دانتخابي مامورینو د تربیتي مرکزونو حفاظت ذمه واري هم د پوځ په غاړه وي.

اعلامیه کې راغلي چې د رائیو دپرچو چاپ کولو په مشینونو به د پینځمې جولایي نه پوځیان ودرولی شي اؤ د رائیو ورکولو په مرکزونو به پوځیان د ۱۸م نه ۲۱م جولایي پورې ولاړ وي.

دټولټاکنو کمیشن واضحه کړې ده چې د ووټونو په ورځ به پوځیان د رائیو ورکولو دمرکزونو دننه اؤ بهر موجود وي.

خو دعوامي نیشنل ګوند مرکزي ستر سکتر میا افتخار حسین بیا د ټولټاکنو دکمیشن دې ګام ته دشک په نظر ګوري اؤ وایي دهغوئ ګوند په باقاعده ډول دټولټاکنو کمیشن نه دیو لیک دلارې غوښتنه کړې وه چې باید دپوځ دڅارنې دلاندې قبائیلي ضلعو کې ټولټاکنې ونه کړي.

وائس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې میا افتخار حسین ویلي په قبائیلي ضلعو کې دپوځ دڅارنې پرته هم رڼې ټولټاکنې کیدلی شي خو داچې الیکشن کمیشن د پوځ په نګرانۍ کې د ټولټاکنو کولو پرېکړه وکړه نو دا په لویې لاس دغه کیدونکې ټولټاکنې متنازعه کول دي.

هغه وویل تیرکال چې کله په هیواد کې عامې ټولټاکنې کیدلې نو په هغه مهال هم هغه دالیکشن کمیشن چارواکو ته په مخ ویلي وؤ چې که غواړي دا ټولټاکنې د لانجمن کیدلو څخه وژغوري نو باید پوځ دټولټاکنو څخه لرې وساتل شي.

هغه وایي” اوس هم زمونږ صوبایي صدر ایمیل ولي خان الیکشن کمیشن ته یو خط لیږلی ؤ چې قبائیلي ضلعو کې دې ټولټاکنې دپوځ له نګرانۍ پرته وکړل شي خو الیکشن کمیشن مونږ ته ځواب راکړو چې ټاکنې به دپوځ دڅارنې لاندې کیږي”

دخیبر پښتونخوا صوبې د وزیراعلي ځانګړي معاون اؤ دصوبایي اسمبلۍ غړي کامران بنګش بیا دا نیوکې بې ځایه بللي دي چې ګنې دپوځ دڅارنې لاندې به ټولټاکنې متنازعه شي اؤ ویلي یې دي دقبائیلي سیمو دامن موجوده وضعیت ددې تقاضه کوي چې دټاکنو په موقعه دې پوځ چمتو ولاړ وي.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي کامران اپریدي وویل پروسکال هم عامې ټولټاکنې په روڼ انده ډول دپوځ نګرانۍ کې شوې وې خو کله چې اپوزیشن ګوندونو ماتې وخوړله نو بیا یې دخپل شکست پټولو په خاطر تورونه لګول پیل کړل اؤ اوس یو وارې بیا دخپلې ماتې له ویرې دانتخاباتو نه مخکې دپوځ په څارنه نیوکې کوي.

خو میا افتخار حسین بیا ددې خبرې سره متفق نه دی چې ګنې قبائیلي سیمو کې دپوځ له څارنې پرته ټولټاکنې نه شي کیدلی ،هغه وایي “دضرورت په وخت الیکشن کمیشن پولیس،ایف سي اؤ لیویز رابللی شي نو بیا پوځ ته څه ضرورت دی؟”

ښاغلي افتخار حسین زیاته کړه “د پولنګ اسټیشنو بهر دپوځيانو په ودرولو خو به بیا هم بنده ځان ته تسلي ورکړي چې ځه امن ساتي خو د پولنګ اسټیشنو دننه دپوځیانو ودرول دپوهې نه بهر ده چې اخر دغلته دپوځ موجودیت ولې ضروري ګڼل کیږي؟”

دپاکستان په تاریخ کې په وړومبي ځل قبائیلي ضلعو کې د صوبایي اسمبلۍ ټولټاکنو دپاره دویمه جولایي ټاکل شوې وه خو وروسته دصوبایي حکومت په غوښتنه دټولټاکنو کمیشن دا ټاکنې ۱۸ ورځې وځنډولې اؤ اوس به ۲۰مه جولایي دغلته دصوبایي اسمبلۍ د۱۶ؤ چوکیو دپاره ټاکنې ترسره کیږي