د امریکا د بندیزونو په وړاندې د ایران کلک غبرګون

واشنګټن: ایران د نهې یا سې شنبې په ورځ د امریکا لخوا د دغه هېواد په ستر مذهبي رهبر او نورو جګ پوړو چارواکو باندې د نویو بندیزونو پر سر د ټرمپ پر ادارې سختې نیوکې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دولتي تلویزیون باندې ویلي، د ولسمشر ډانلډ ټرمپ کړنې دا معنی لري چې د تهران او واشنګټن ترمنځ ډپلوماسي په دایمي توګه بنده شوې ده.

خو د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن په اسرایلو کې د یوې لیدنې پر مهال وویل، چې تمه ده ایران او سوریې ته به ډېر پام واړوي او امریکا اوس هم غواړي چې له ایران سره خبرې وکړي.

"ولسمشر ريښتینو مذاکراتو ته دروازې پرانیستې دي تر څو د ایران د اټومي وسلو پروګرام، د دوی د میزایلو سیستم، له نړیوالې ترهګرۍ سره د دوی ملاتړ او په نړیواله توګه د دوی د خطرناک چلند په بشپړه او ريښتینې توګه مخه ونیول شي."

ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم ویلي وو چې مونږ غواړو چې له ایران سره یو تړون ته په رسېدو باندې خبرې وکړو خو که ایران یې نه غواړي نو دا هم پروا نه کوي.

ایراني چارواکو ویلي، چې دوی هم غواړي چې له امریکا سره خبرې وکړي کچېرې امریکا په ایران باندې لګېدلي بندیزونه لېرې کړي.

ولسمشر ډانلډ ترمپ د ایران د ستر مذهبي مشر ایات علي خامنايي او د هغه د ملګرو پر وړاندې د ګل یا دوشنبې په ورځ نوي بندیزونه ولګول.

واشنګټن وايي، دا بندیزونه ددې لپاره لګول شوي دي ترڅو تهران د اټومي وسلو له پراختیا او د ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس موسوي تر دې مخکې ویلي وو چې ایا داسې کوم بندیز پاتې دی چې امریکا په دې وروستیو کې پر مونږ نه وي لګولی او یا یې په تېرو ۴۰ کالو کې پر مونږ باندې نه وي لګولي. او ایا دوی له دې نه څه ګټه ترلاسه کړې ده؟

وروسته له هاغې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له شوي اټومي تړون څخه ووت، په ایران باندې څو ځله بندیزونه ولګېدل او ددغه هېواد اقتصاد ته یې ډېر زیان ورسوه.

د ټرمپ د ادارې لخوا په ایراني لوړ پوړو چارواکو دغه وروستي بندیزونه په داسې حال کې ولګېدل چې ترې څو ورځې دمخه د راپورونو له مخې امریکا په ایران باندې انټرنیټي بریدونه وکړل.

تهران وویل، دغه بریدونه له نړیوال قانون څخه یوه ښکاره سرغړونه ده.

همدارنګه تېره اونۍ د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ایران لخوا د امریکايي ډرون الوتکې د غورځولو په غبرګون کې په ایران باندې د بریدونو امر ور کړی وو.

خو هغه په خپل ټویټر باندې وروسته بیا ولیکل چې دغه بریدونه له ترسره کېدو څو شیبې مخکې ددې لپاره کنسل کړای شول چې پکې د ۱۵۰ کسانو د وژلو وېره وه.