د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي د کابل په سفر کې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزير سره ليدلي، دواړو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د "شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو بحث" کړی دی.
د بنګله دېش د خارجه چارو مشیر اېم ډي توحید حسین په ډهاکه کې په خپل دفتر کې خبریالانو ته وویل حسینه ملک ته د ستنولو دپاره بنګله دېش هندوستان ته سفارتي یاداشت لېږلی دی
د ایران د حالاتو په اړه یو تازه خپور کړی شوي څېړنیز رپوټ کې راغلي چې د ایران حکومت د هغه ملک له سرحداتو بهر په سلهاوو غیرقانوني اقداماتو کې ککړ پاته شوی
د کرکټ نړيوال کونسل [آی سي سي] د پاکستان او هند په کوربه توب د دواړو لوبډلو ترمنځ د شخړې هوارولو دپاره طريقه يا تګلاره اعلان کړې ده.
د اکتوبر په میاشت کې عدالت ته شهادتي بیان کې ژیزېل وویل حالات د بدلولو دپاره د جرات نه بلکې د غزم ضرورت وي. هغې عدالت ته وویل "دا یوازې ځما جنګ نه دی" بلکې د رېپ ښکار د هرچا جنګ دی
مغربي او روسي څېړونکي وايي د کال ۲۰۲۲ نه وروسته په وړمبي ځل روس د یوکرېن په مشرقي سیمه کې په چټکتیا پېش قدمي کوي، د یو نه وروسته بل کلی نېسي او پوکروسک ښار يې د خطر سره مخامخ کړی دی
د پاکستان د منصوبه بندۍ او پرمختيا وزير احسن اقبال د چين د دورې په مهال په پاکستان کې د وژل شوو چينايي انجنېرانو په مړينه د هغوي سره خواخوږي څرګنده کړې او ټينګار يې کړی، د ترهګرۍ د دا رنګه پېښو مقصد د سي پېک (پاک چين اقتصادي راهداري) پروژې بې ثباته کول دي.
امریکې د نهې، سه شنبې په ورځ ويلي، د روس د لوړ پوړي افسر په وژنه کې لاس نه لري، د چا د وژنې دعوه چې اوکراين کړې ده، خو امريکې د دغه افسر د ظلمونو غندنه کړې ده
د روسي پارلېمټ اېوان بالا یا فېډرېشن کاونسل به د جمعې په ورځ په مسوده غور کوي او بیا به يې صدر ولادېمير پوټن ته وړاندې کوي چې په خپل دستخط يې په قانون کې بدل کړي
د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور ويلي، لومړی مرکزي حکومت د افغانستان سره "د مذاکراتو په خبره نه راضي کېدو، نو ما بيا مجبورا د صوبې په حېث وويل چې د هغو سره خبره کوم، ځکه مسله زما صوبې ته ده".
نور کتل