لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولیعهد محمد بن سلمان: سعودي عرب امریکا کې د۶۰۰ میلیارده ډالرو د پانګونې اراده لري


تصویر د ډونالډ ټرمپ د اول دور صدارت د وخت دی چې د سعودي له شهزاده محمد بن سلمان سره ولاړ دی
تصویر د ډونالډ ټرمپ د اول دور صدارت د وخت دی چې د سعودي له شهزاده محمد بن سلمان سره ولاړ دی

د سعودي عرب ولیعهد د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هغه هېواد غواړي په راتلونکو څلورو کلونو کې په امریکا کې ۶۰۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي.

د سعودي عرب دولتي خبري اژانس، سعودي پریس ایجنسي، د راپور له مخې ولیعهد محمد بن سلمان دا خبره د امریکا د صدر ډونلډ ټرمپ سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال کړې ده.

دا ټیلیفون د صدر ټرمپ له خوا د خپلې دندې د پیلولو وروسته له کوم بهرني مشر سره لومړنۍ اړیکه وه.

اژانس په خپل بیان کې ویلي چې "ولیعهد تایید کړه چې د هغه هېواد په پام کې لري چې په راتلونکو څلورو کلونو کې د امریکا سره خپلې سوداګرۍ او پانګونې ۶۰۰ میلیارده ډالرو ته او یا له دې څخه هم زیاتې لوړې کړي."

خو اژانس دا نه دي واضحه کړي چې دا پانګونه او سوداګري به په کومو برخو کې ترسره کېږي.

امریکا په دې وروستیو کې د سعودي عرب د تېلو پر صادراتو خپله تکیه کمه کړې، چې یو وخت د دواړو هېوادونو د اړیکو بنسټ و.

سعودي عرب په امریکایي وسلو او دفاعي سیسټمونو ډیره تکیه کوي، چې ښایي دا پانګونه د دې څانګې یوه برخه وي.

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې د دې ټیلیفوني اړیکې تصدیق وکړ او وي ویل چې دواړو مشرانو د منځني ختیځ د ثبات، د سیمې امنیت ته د ودې ورکولو او د ترهګرۍ پر ضد د هڅو په اړه خبرې کړې دي.

په بیان کې زیاته شوې چې "دواړو مشرانو د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د سعودي عرب نړیوال اقتصادي پلانونو او د امریکا او سعودي عرب د ګډې هوساینې لپاره د سوداګرۍ او نورو فرصتونو په اړه هم خبرې وکړې."

ولیعهد محمد بن سلمان، چې د تېلو پر شتمنه سلطنت عملي واکمن دی، د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره هم خبرې کړې دي.

د دوشنبې په ورځ د خپلې دویمې دورې د واکمنۍ له پیل وروسته، صدر ټرمپ ویلي وؤ چې امکان لري خپل لومړنی بهرنی سفر یو ځل بیا سعودي عرب ته وکړي، لکه څنګه چې یې په ۲۰۱۷ کې کړی و.

deewa
deewa

په سپینه ماڼۍ کې د اوول دفتر څخه خبریالانو سره په خبرو کې ټرمپ وویل، "معمولاً لومړنی بهرنی سفر برتانیه ته کېږي، خو ما تیر ځل سعودي عرب ته سفر وکړ ځکه هغوی د ۴۵۰ میلیارده ډالرو په ارزښت زموږ محصولات اخیستو ته چمتو شول."

هغه زیاته کړه، "که سعودي عرب غواړي نور ۴۵۰ میلیارده یا ۵۰۰ میلیارده ډالره پانګونه وکړي، نو زما په نظر زه ښایي یو ځل بیا هلته لاړ شم."

ټرمپ وویل چې دا پیسې به موږ د ګرانۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره وکاروو.

د سعودي عرب د احتمالي سفر په اړه د سپینې ماڼۍ ویاندې، کیرولین لیوټ، د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې "اوسمهال د دې لپاره هیڅ پلان نه شته."

د ۶۰۰ میلیارده ډالرو پانګونې ژمنه په داسې وخت کې شوې چې سعودي عرب د خپلې بودیجې له فشار سره مخ دی.

د کرونا وبا له امله چې په نړیواله کچه د تیلو بیې راټيټې شوې وې تر اوسه ټيټې پاتې دي چې له دې امله د سعودي عرب عایدات یا ګټه وټه اغېزمنه کیږي.

پر همدې مهال، شهزاده محمد بن سلمان غواړي چې د سعودي عرب په لویدیځې صحرا کې د نیوم په نوم د نوي ښار لپاره د ۵۰۰ میلیارده ډالرو پروژه پر مخ بوځي.

هغه باید د ۲۰۳۴ نړیوال جام له کوربتوب مخکې په میلیاردونو ډالرو نوي لوبغالي او نورې اسانتیاوې هم جوړې کړي.

(دې رپورټ کې د اې پي خبري شبکې معلوماتو نه استفاده شوې ده)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG