د زیارت/پنجشنبې په ورځ د یو جاري کړی شوي رپوټ ترمخه، د چین نه پس اسرائیل د نړۍ پر مخ دویم داسې هېواد دی چېرته چې تر ټولو زیات صحافیان یې بندیوان کړي دي.
د جرنلسټانو د تحفظ کمیټې یا سي پي جې د رپوټ ترمخه، د اسرائیل لخوا قید کړی شوو صحافیانو شمېر د تېر کال په نسبت د دوه برابرو نه هم زیات شوی او دري څلوېښت خبریالان هلته کې بندیوان دي چې ټوله یې فلسطینیان دي.
د سي پي جې په کلني رپوټ کې چې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر لومړۍ نېټې پورې د قیدي صحافیانو لنډ حال په کې بیان شوی، راغلي چې ټوله نړۍ کې تر یادې نېټې پورې درې سوه یو شپېته (۳۶۱) خبریالان په جېلونو کې و. د ۱۹۹۲ کال راهېسي چې سي پي جې د قیدي جرنلسټانو په قضیو نظر ساتلی دی، دا دویمه تر ټولو غټه شمېره جرنلسټان دي چې په جېلخانو کې بندیوان پاته دي.
د سي پي جې مشرې جوډي ګېنسبرګ وي او اې ته وویل، "د جرنلسټانو دغه زیاتېدونکې مجرم ګڼل چې مونږ یې وینو، د جرنلسټانو د چوپ ساتلو دپاره د حکومتونو قصدي چالونه دي."
د اسرائیل په حوالې سره، د ګېنسبرګ وینا ده چې هلته کې د صحافیانو په زیاتېدونکي شمېر کې بندیوان کېدل، د اسرائیل-حماس جنګ پر مهال د پراخو چقوونکو اقداماتو څرګندويي کوي.
ګېنسبرګ زیاتوي: "د جنګ له پیل نه چې مونږ څه لیدلي دي، د اسرائیل لخوا د سېنسرشپ پرله پسې اقدامات و. د بده قسمته، د قیدیانو دا شمېره د هماغه پرله پسې اقداماتو برخه ده."
د جرنلسټانو د تحفظ کمیټي یا سي پي جې وایي چې د حماس او اسرائیل ترمنځ جنګ، د مېډیا کارکوونکو دپاره تر ټولو خونړۍ دوره وه، او په دې کې لږ تر لږه یو سل او پنځه شپېته (۱۶۵) صحافیان وژلی شوي چې اکثره یې فلسطینیان و.
اسرائیل د قطر د نشریاتي ادارې، الجزیره نشریات هم په اسرائیل کې بند کړي او په لویديځه غاړه یا وېسټ بنک کې یې د الجزیره ټي وي دفتر هم تړلی او دلیل یې د قامي سلامتیا مسئلې بللي دي.
فلسطیني چارواکو هم د الجزیره ټي وي نشریات په لویدیځه غاړه کې ځنډولي او دعوه لري چې ګني دغه ټي وي اشتعال انګیز نشریات درلودل. دا ګام پس د هغه واخېستل شو چې الجزيره ټي وي د محمود عباس تر امر لاندې فلسطیني انتظاميې او فلسطیني تندلارو ترمنځ شخړو باندې رپوټونه جوړ کړل.
وي او اې د سي پي جې د رپوټ په تړاو د اسرائیل خارجه وزارت او همدا راز پوځ ته یې ایمیلونه ولېږل چې د هغو نظر هم راواخلي، خو تر اوسه یې څه جواب ندی ترلاسه کړی. د اسرائیل پوځ وړاندې د دې خبرې نه انکار کړی و چې ګني هغوی جرنلسټان په نښه کوي.
د شورو/چهارشنبې په ورځ حماس اوس اسرائیل په دې سلا شول چې ډزبندي وکړي، او طمع کیږي چې دا ډزبندي به د اتوار/یکشنبې په ورځ پرځای شي.
چین کې قیدي خبریالان
چین اوس هم په دنیا کې د ټولو نورو ملکونو په نسبت زیات جرنلسټان په خپلو بندیخانو کې ساتلي دي چې شمېر یې د سي پي جې په وینا، پنځوسو (۵۰) ته رسېږي. خو سي پي جې وایي چې ممکن په حقیقت کې تر دې زیات خبریالان په چین کې بندیوان اوسي، ځکه د جرنلسټانو کورنۍ د سېنسرشپ او د حکومتي څارنې له وېرې، نه غواړي د خپلو رشته دارانو د بندي پاته کېدو په باب خبرې وکړي.
د ګېنسبرګ وینا ده چې د سږکال رپوټ یو بل سبق دا دی چې آزادي رائ څومره په تېزۍ سره له منځه تللی شي. هغه زیاتوي: "په دې تېزۍ سره چې مونږ خپلې آزادۍ د لاسه ورکوو، دا په رښتیا سره یوه اهمه موضوع ده."
ګېنسبرګ په دې اړه د هانګ کانګ مثال ورکوي.
هانګ کانګ یو وخت د آزادي رائ یو لوی مثال و، مګر پس د هغه چې په ۲۰۲۰ کې د بجېنګ لخوا د قامي سلامتیا قانون هلته نافذ شو، د مېډیا آزادي په تېزۍ سره ورکه شوله.
په واشنګټن کې د چین د سفارت یو ترجمان وي او اې ته وویل چې د چین حکومت د آزادي رآي حفاظت کوي. لیو پینګیو په یو اېمیل کې وي او اې ته لیکلي دي: "د چین د خبري صنعت په ترقۍ کې چې څه کامیابۍ حاصلې شوې دي، هغه ټولو ته واضحه دي."
په هغو ۳۶۱ خبریالانو کې چې نړۍ کې بندیان دي، د وایس آف امریکه او د دې د ملګرو خبري ادارو صحافیان هم شامل دي چې هغوی په میانمر، بېلاروس، روس، ویټنام، او آذربایجان کې قیدیان دي.
د امریکا د عالمي مېډیا ادارې (یو اېس اې جي اېم) مشرې اېمنډا بېنېټ په یو بیان کې وي او اې ته وویل: "جرنلزم کوم جرم ندی، خو بیا هم په دنیا کې خبریالان – چې په هغو کې د یو اېس اې جي اېم خبریالان هم شامل دي – په زیاتېدونکي شمېر د حقیقت د رپوټ کولو په خاطر ځورول کیږي."
Forum