چین چرته چې پنځه کاله مخکې په لومړي ځل د کوېډ- 19 پته لګیدلې وه، وس پکې د زکام /فلو په څیر نارغیو د زیاتیدو رپورټونو نړیوالې اندېښنې راپارولي دي خو ډاکټران وایي چې دا د کویډ ناېنټين په څیر جدي نه دی.
د انساني میټاپنیومووایرس (HMPV) په نوم یادېدونکی وایرس، چې لومړی ځل په 2001 کې پېژندل شوی و، یو عام وایرس دی چې اکثره د سا د نالۍ بره سیسټم انفکټ کوي او لکه د برونکایټس لامل ګرځي چې ورسره ټوخې او سایونس راپیدا کیږي.
د جانز هاپکنز پوهنتون د خوریدونکو ناروغیو څانګې کلینیکي مشر ډاکټر پاول اوټر وايي: دا یو عادي وایرس دی چې اکثره لږې نښې لکه ټوخی او د سایونس ستونزې رامنځته کوي. د دې په اړه ځانګړې اندیښنه نه ده پکار. دا د انفلوینزا یا کویډ-۱۹په څېر جدي نه دی.
ایچ ایم پي وي په ځانګړې توګه د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومانو او د ۶۵ کلونو څخه پورته کسانو لپاره جدي کېدی شي، په ځانګړې توګه هغو کسانو لپاره چې نورې روغتیايي ستونزې لري. خو د نورو خلکو لپاره د دې نښې اکثره لږې وي.
ډاکټر اوټر زیاتوي: تقریباً هر څوک د پنځو کلونو عمر ته تر رسېدو مخکې له دې وایرس سره مخ شوي دي. دا کوم نوی وایرس نه دی چې د سختو ستونزو لامل شي.
چینايي چارواکو ویلي چې د ایچ ایم پي وي پېښې په شمالي ولایتونو کې کمې شوي دي، خو نړیوال کارپوهان د دې لپاره د لا ډېر شفافیت غوښتنه کوي ترڅو د اوازو او غلطو معلوماتو مخنیوی وشي.
د تایپي د بایومډیکل علومو انسټیټیوټ څېړونکې ډاکټر هو مي شانګ وايي:
چین باید د ناروغۍ د عامل په اړه معلومات شریک کړي او جینیټکي څېړنې ترسره کړي ترڅو تایید شي چې دا نوی وایرس نه دی. که دا زوړ وایرس هم وي، نو ممکن نوی ډول یې وي.
ډاکټران وايي چې د ایچ ایم پي وي، لپاره کوم ځانګړی درمل یا واکسین نشته. که ناروغان د ساه اخیستلو ستونزې ولري، نو باید زر تر زره طبي مرسته وغواړي.
Forum