لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کې په یوه تنکۍ پېغله پرله پسې پينځه کاله د جنسي تیریو په جرم ۴۴ کسان نیول شوي


\
\

د هند په جنوبي ریاست کیراله کې پولیسو په یوه ۱۸ کلنه پېغله پرله پسې پینځه کاله د جنسي تیري په تور ۴۴ کسان نیولي دي.

د پولیسو یو مامور رایټرز خبري شبکې ته ویلي چې دا پېښه د سیلګرۍ په یو ساحلي مقام مخې ته راغلې ده.

اغېزمنه جینۍ یوه لوبغاړې ده، تعلق یې د ښکته ښودل کېدونکې ټولنې "دلت "سره ويل شوی دی.

پولیسو ویلي چې د پینځو کالو موده کې په دغه پېغله ۶۲ کسانو جنسي تېری کړی چې هغې کې د ۵۸ کسانو پېژندګلو شوې اؤ په نیول شوؤ کې ځېنې کسان نابالغه هم دي.

د پولیسو په وینا ۴۴ کسان یې په تېرو دوو ورځو کې نیولي دي.

د پتانم تیټا ضلعې د پولیسو یو مشر ډپټي سپرنټننډنټ پي ایس نند کمار رایټرز ته ویلي چې ۱۴ نور کسان هم پېژندل شوي اؤ هغوي به هم زر ونیول شي.

دا جرم هغه وخت راڅرګند شوی کله چې دغه اغېزمنې پېغلې له جنسي اړیکې په اړه د اګاهۍ په یو پروګرام کې یو رضا کار ته پخپل ځان د شوي ‌ډله ییز جنسي تيري خبره وکړه.

د دې قضیې په پلټنه د بوخت پولیس ډلې مشر نند کمار وایي په دې اړه پلټنې روانې دي چې دا جرم په بیا بیا څنګه وشو؟.

یادې پېغلې پولیسو ته په ورکړي خپل یو بیان کې ویلي چې هغې باندې د جنسي تیریو لړۍ هغه مهال پېل شوه چې ایله د ۱۳ کالو وه اؤ تر ټولو مخکې پرې خپل یو ګاونډي تن جنسي تیری وکړو.

مقامي میډیا وایي څوک چې مجرمان ګرځول شوي هغوي کې څلور تنه نابالغه هم دي.

د هند د قانون له مخې د ښکته ذات په یوه ښځه تیري کې ککړ کسان سمدستي د ضمانت اهل نه وي.

په هند کې په کال ۲۰۲۲م کې په ښځو د جنسي تېریو ۳۱۰۰۰ پېښې مخې ته راغلې وې اؤ تر هغې وروسته نورې دقیقې شمیرې تر دې مهاله مخې ته نه دي راغلي خو څېړونکي ویي چې په داسې پېښو کې د سزاګانو کچه ډيره ټيټه ده.

تېرکال په کولکته کې په یوه روزل کیدونکې ښځینه ډاکټره له ډله ییز جنسي تیري وروسته هغه وژل شوې وه چې ددغه پېښې په ضد په ګرد هیواد کې په پراخه کچه احتجاجونه شوي وؤ اؤ خلک سړکونو ته راوتلي وؤ.

( د دې رپورټ معلومات د رایټرز څخه اخستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG