د صدر ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ د دویمې دورې د پیل سره، د هغه د حکومت د جنوبي اسیا تګلارې مخې ته راتلل پیل شوي دي. په دې کې هند د لومړیتوب په ځای کې دی، خو داسې ښکاري چې د بنګلهدېش او پاکستان په څېر نور هیوادونه به شاته پاتې کړل شي.
د امریکې دملي امنیت کونسل کې د جنوبي اسیا د چارو پخوانی ډایریکټر جاشوا وایټ، چې اوس د جانز هاپکنز پوهنتون پروفیسر دی، وایي"د هند پرته د جنوبي اسیا نور هیوادونه شاید د واشنګټن له لږې توجه او یا د پامه د غورځولو پالیسۍ سره مخامخ شي او خپلې اړیکې د څو اړخیزو چینلونو له لارې پر مخ بوځي"
هند ته ځانګړی اهمیت
د ټرمپ د حکومت سیمهییزه پاليسي د هغه د لوړې په مراسمو کې جوته شوه. په دغو مراسمو کې د هند بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر ته په لومړۍ کتار کې ځای ورکړل شوی ؤ خو پاکستان او بنګلهدېش یوازې خپل سفیران ور لېږلي وؤ.
ایس جې شنکر د یوې غونډې په مهال وویل"د ټرمپ حکومت ښکاره کوي چې د هند سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي. دا د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره لوی فرصت دی"
د ټرمپ او نریندرا مودي نږدې اړیکې د هند لپاره د ټرمپ د حکومت په تګلاره کې د پراخو همکارۍ تمه راولاړه کړې ده.
ټرمپ د خپلې دورې په مهال مودي ته "یو ښه ملګری او ښه انسان" بللی و، او مودي هم ورته په ځواب کې د "ګرانه دوسته" خطاب کړی و.
امریکا هند د چین د نفوذ په وړاندې د یوې سترې ملګرتیا په توګه ګڼي. هند د امریکا دویم لوی سوداګریز شریک دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ملي امنیت سلاکار مایک والټز، چې دواړه د چین مخالفه سیاستوال دي، د هند سره د لا ژورو اړیکو د ټینګولو لپاره د ټرمپ د پالیسۍ ملاتړ کوي.
د ناقانونه مهاجرو ستونزه
د هند او امریکا د اړیکو په لومړیو موضوعاتو کې یوه مهمه مسله د ناقانونه کډوالو شړل دي.
هند ویلي چې شاوخوا ۱۸,۰۰۰ ناقانونه هنديان چې په امریکا کې مېشت دي، بېرته هند ته د تګ لپاره مشخص کړي دي.
په امریکا کې نژدې ۸ لکه ناقانونه هندي وګړي اوسیږي، چې ډېری یې د بایډن په واکمنۍ کې ناقانونه داخل شوي دي.
ځینې ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي، لکه د ویزو ځنډ چې د خلکو ترمنځ یې اړیکې محدودې کړې دي.
هندي چارواکو ویلي چې دوی د ناقانونه مهاجرت مخالفت کوي او چمتو دي چې خپل خلک بېرته ومني.
پاکستان سره ستونزې
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ټرمپ د لوړې په ورځ هیله څرګنده کړې چې د دواړو هیوادونو اړیکې به ښې شي. هغه په خپل پیغام کې ویلي وؤ"موږ دواړه هیوادونه د سیمې د سولې او پرمختګ لپاره په ګډه کار کولو ته ژمن یو"
اسلاماباد خپل د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي واشنګټن ته استولی ترڅو د ټرمپ د بهرنیو چارو د ټیم سره خبرې وکړي.
خو د دواړو هېوادونو اړیکې لا هم له ستونزو سره مخ دي.
ټرمپ په خپله لومړۍ دوره کې پاکستان ته امنیتي مرستې ځنډولې وې او اسلام اباد یې د ترهګرو په ملاتړ تورن کړی ؤ خو وروسته یې د افغانستان د طالبانو سره د سولې د خبرو پر مهال پاکستان سره خپلې اړیکې لږې ښې کړې.
د دې ترڅنګ، د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان بندي کېدو هم د امریکا او پاکستان اړیکې پېچلې کړې دي.
په امریکایي کانګرس کې ځینې غړي د عمران خان د خوشې کېدو غوښتنه کوي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امریکا دې د دوی په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي.
بنګلهدېش سره د امریکا اړیکې
په بنګلهدېش کې د وزیراعظم شیخ حسینه واجد د لرې کېدو وروسته، د موقتي حکومت مشر محمد یونس د بایډن د حکومت پراخه ملاتړ ترلاسه کړی و. خو د ټرمپ په راتګ سره دا ملاتړ کمیدونکی ښکاري.
د بنګلهدېش سیاسي ګوندونو د امریکا نه غوښتنه کړې چې د دوی د ولسواکۍ او پرمختګ ملاتړ ته دوام ورکړي.
د عوامي لیګ یوه مشر ویلي"د بایډن حکومت د خلکو ملاتړ وکړ، خو د ټرمپ حکومت ښکاري چې د مداخلو پر ځای خپلواکي ته ترجیح ورکوي."
(د وي او اې انګلش ددې راپور په چمتو کولو کې د وي او اې بنګله څانګې مرسته کړې ده)
Forum